د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغانستان تورونه رد کړي چې د ربانې د وژلو لړ کې همکاري نه کوي


د افغانستان د سولي عالي شورا مشر برهان الدين رباني چې په خپل کور کې د یوه ځانمرګي لخوا تېره میاشت په کابل کې ووژل شو.
د افغانستان د سولي عالي شورا مشر برهان الدين رباني چې په خپل کور کې د یوه ځانمرګي لخوا تېره میاشت په کابل کې ووژل شو.


پاکستان د افغانستان هغه تورونه رد کړي دي چي ګواکي هيواد يې د برهان الدين رباني د وژني د پلټنو په لړ کي له همکارۍ څخه انکار کړی دی. د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ويانده تهمينه جنجوعه وايي چي دوی پر خپله خبره ولاړ دي چي د رباني د وژني په پلټنو کي به له افغانستان سره بشپړه همکاري کوي. نوموړې اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي چي دا تورونه رښتيا نه دي او دوی په بشپړه توګه دا ردوي.

د نهي په ورځ د افغانستان د ملي امنيت مرستيال مشر محمد ياسين ضيا په کابل کي يوې خبري غونډي ته ويلي و چي په افغانستان کي د پاکستان سفارت د سولي د عالي شورا د مشر برهان الدين رباني د وژني د پلټنو په لړ کي له همکارۍ څخه انکار کړی دی خو په کابل کي د پاکستان سفير محمد صادق دا تورونه ردوي او وايي چي نوموړي افغان حکومت ته يو ليک لېږلی او د خپلي بشپړه همکارۍ ډاډ يې ورکړی دی. پاکستان د افغانستان هغه تورونه هم رد کړي دي چي د رباني په وژنه کي د پاکستان استخباراتي اداره آی اېس آی لاس لري او غواړي چي افغانستان بې ثباته کړي.

د افغانستان د ملي امنيت مرستيال مشر ضيا خبري غونډي ته وويل چي د پاکستان سفارت له دوی سره اړيکه ونيول او شکايت يې وکړی چي افغانستان د رباني د وژني د پلټنو تفصيلات له خبري رسنيو سره شريک کړل نو دوی اوس همکاري نشي کولای.

ضيا زياته کړه چي دوی د پاکستان سفارت ته ټول شواهد او په پېښه کي د ککړو کسانو عکسونه هم ولېږل خو د پاکستان سفارت معذرت وکړی او له مرستي څخه يې انکار وکړی. بلخوا په کابل کي د پاکستان سفير محمد صادق رويټرز خبري اژانس ته وويل چي نه خو دوی له مرستو څخه انکار کړی دی او نه يې هم په خبري رسنيو کي د تفصيلاتو شريکولو په اړه شکايت کړی دی.

ضيا دا هم زياته کړه چي افغان ولسمشر حامد کرزی په دې سلا شوی و چي د رباني د وژني شواهد ملګرو ملتونو ته وړاندي کړي او په دې لړ کي د نړيوالو پلټنو غوښتنه وکړي ځکه چي له پاکستان څخه د همکارۍ غوښتنه بې مانا ده.
XS
SM
MD
LG