د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په اړه د م.م امنیت شورا پریکړه لیک ویټو شو


امریکا د ملګرو ملتونوپه امنیتي شورا کې دچین او روس لخوا د شام درژیم خلاف د قرارداد په ناکامه کولو قهرېدلی.

په دغه قرارداد کې دشام رژیم ته دمخالفه مظاهره چیانو پرضد د خونړيو عملیاتو نه ودرولو په حال کې د ممکنه سختې کاروايي دړکه ورکړل شوې وه.


پرون دیورپ لخوا دامریکا په مرسته تیار کړې شوې دغه مسوده باندې ووټونه وشو چې په حق کې یې نهه رایې واچولې شوې او یوازې روس او چین یې مخالف رایې ورکړه. او څلورو هیوادونو هند، جنوبي افریقا، برازیل او لبنان پکې برخه وانه خیسته.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سوسان رایس ویلي دي ،دوی دیورپي هیوادونو په مرسته ددې قرارداد په تیارولو څو هفتې لګولی چې دا رازد دشام ولس د بشارالاسد دظلم نه بچ کړی شي.

نوموړې وايي امریکا د شام دبحران په اړه د امنیتي شورا دقرارداد په ناکامه کیدو بدغونې شوې ځکه چې دا یوه فوري اخلاقي ذمه واري او په سیمه کې دامن لپاره د مخ په زیاتیدو خطرې مسله ده.

ددې نه وړاندې دروس سفارتکارو د شام د واکمن بشارالاسد پرضد دامنیتي شورا لخوا د بندیزونولګیدلو دمخالفت خبردارې ورکړې وو خو په دې مسوده کې د بندیزونو ذکر نشته البته د هدفي ګامونو پورته کولو خبره پکې لیکل شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG