د لاسرسي ځای

د یونان له یورو سیکې د وتو چانس نشته


د يورو کارونکو هيوادونو د اقتصادي چارو وزيرانو مشر جين کلاډ جنکر باور ورکړي يونان چې پورونو سخت ځپلی دی د ديواليه کيدو يا د يورو سیکې پريښودو هیڅ چانس یې نشته.

نوموړي دا خبري د يونان په بحران د اقتصادي وزيرانو لخوا د غونډي وروستو کړيدي.

د يورو ډلې مشر لخوا د ابيان په داسې حال کې راغلی چي نړيوال حسابچیان يا اډيټران د دې خبرې جاج اخلي چې ايا اقتصادي حدونه نافذولو په لړ کې يونان کافي پر مختګ کړی او که نه ؟ چې دغه ډول د ادوپايي ټولنې او اي ايم ايف نه د ژغورنې مرسته ترلاسه کړي .
XS
SM
MD
LG