د لاسرسي ځای

د لیبیا د لنډمهالې ادارې ځواکونه سیرت ښار ته خوزښت کړی


د ليبيا د لنډ مهاله حکومت پوځيان د لري کړل شوي واکمن معمر قذافي پلارني ښار سرت ته خوزښت پیل کړی،دا يو له هغو وروستیو ښارونو دی چې د معمر قذافي ملاتړي پکې پاتي دي.

د رپورټونو له مخي د لنډ مهاله حکومت پوځيانو د تير ګل په ورځ د سرت ښار جنوبي ضلعه چې د معمر قذافي د پلارني ښارګوټي په توګه پيژندل کيږي نيولي ده.د رپورټونو له مخي د سرت ښار شا وخوا ته د څو اونيو راهیسې د نښتو ورستو دغلته هغه خلک چي خپل کورنه يي نه دي پرې ايښي او يا په جګړه کي ګير دي ، د بشري وضعي په اړه يي انديښني څرګنديږي.

معمر قذافي چي د طرابلس څخه لري کړي شوی دی ، ملاتړي يي اوس هم په سرت او بن وليد ښارونو باندي خپل کنټرول ته دوام ورکړی. د ليبيا لنډ مهاله حکمرانان واي دوی غواړي خپلو څوکو ته تر هغي دوام ورکړی تر څو د معمر قذافي د ملاتړ کونکو نه ټول ښار ګوټي ازاد کړي ، د دوی په وينا د هغي وروستو او د انتخاباتو نه وړاندي به بيا نوی لنډ مهاله حکومت جوړه وي.
XS
SM
MD
LG