د لاسرسي ځای

هند ته د ولسمشر کرزي د سفر پر سیمه اغېز؟


افغان ولسمشر حامد کرزی او د هند وزیراعظم من موهن سینګ

افغان ولسمشر حامد کرزی او د هند وزیراعظم من موهن سینګ

نجیب عامر- پراګ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هند په دوه ورځنۍ سفر نوي ډلي ته رسېدلی دی. د خپلې دورې پر مهال به نوموړی له هند ي وزيراعظم من موهن سنګ ، د بهرنو چارو وزير ايس ايم کرشنا او د هند له نورو مهمو چارواکو سره ویني.

دافغانستان ولس مشر حامد کرزی په داسې وخت کې د نوي ډیلي په سفر دی چې په دې وروستیو کې دکابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې اغیزمنې شوي ، او د امریکا متحده ایالتونه هم په دې خبره زور راوړي چې دترهګرۍ پرضد په جنګ کې پاکستان باید له زړه نه همکاري وکړي او په ځانګړي ډول د حقاني اورپکې ډلې خلاف دې عملیات پیل کړي ځکه چې دا ډله په افغانستان کې میشت دنړیوالو ځواکونو خلاف په بریدونو کې لاس لري.

غفور لېوال وايي افغانستان په دې وروستیو کې داسې فکر کوي چې که ګاونډیو هیوادونو ته هرڅومره رعایت هم ورکړل شي چې دافغانستان په چارو کې دې مداخله نه کوي ، خو دوی بیا هم له خپله هوډه نه اوړي.

دافغانستان د ولس مشر حامد کرزي یو ویاند حامد علمي وايي هندوستان ته د افغان ولس مشر سفر له مخکې نه ترتیب شوی ، خو دوی به په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره دهندوستان نه هم مرسته غواړي :

)) مونږ غواړو چې هندوستان د تروریزم خلاف په مبارزه کې له مونږ سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې او د سیمې په نورو هیوادونو کې سوله راشي. ))


هند په افغانستان کې په اقتصادي چارو کې په مرستو بوخت دی او له ۲۰۰۱ م کال راهیسې یې د افغانستان په بیلابېلو پروژو لکه د لویو سړکونو د جوړولو او ددغه هیواد د پارلمان د ودانۍ تعمیرولو تر ځنګ په ګڼو نورو هغو کې څه نا څه ددوه بلیونه ډالرو د مرستو ورکولو ژمنه کړې ده .

هند دافغانستان نه په دوه زره څوارلسم کال کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال دا باور ترلاسه کول غواړي چې په افغانستان کې دا ډول حالات جوړ نه شي ، لکه په نولس سوه نوي یمه لسیزه کې چې په افغانستان کې جوړ شول او هیواد د خانه جنګۍ ښکار شو .

رویټرز اژانس لیکي چې هند ته په اوسني سفر کې به افغان ولس مشر د هندي چارواکو سره یوه داسې موافقه هم لاس لیک کوي چې ترمخه به یې هندوستان افغان پولیسو ته روزنه ورکوي.

هند او پاکستان دوه سیال هیوادونه دي ، او چې کله هم یو لوری په افغانستان کې نفوذ زیاتوي نو داخبره بیا بل ته د تشویش وړ وي. نو هندوستان ته د افغان ولس مشر اوسنۍ دوره به په پاکستان څه اغیز وکړي ، پخواني پاکستاني ډیپلوماټ او د سیاسي چارو کارپوه رستم شا مومند وايي هند او پاکستان باید په افغانستان کې خپله سیالي پرمخ یونسي ، بلکه دواړه دې په یو ډول د افغانستان سره دسولې په راوستلو کې مرسته وکړي.

(( زه خو وایم ، دا ډیره ښه خبره ده چې هندوستان هم په افغانستان کې د سولې په پروسه کې شامل شي ، دا ډیره غلطه خبره ده چې ګیني یو ته نږدې کیدل د بل نه لرې کیدل دي ، دا ممکنه ده چې افغانستان دې هند سره هم نږدې اړیکې ولري او پاکستان سره هم . )

خو افغان کارپوه غفور لیوال بیا په دې نظر دی چې ولس مشر کرزی په حساس وخت کې د هند لیدنه کوي ، او افغانستان اوس هڅه کوي چې د نوو حالاتو په تناظر کې د سیمې دهیوادونو سره اړیکې ونیسي :

(( افغانستان په دې وروستیو کې داسې فکر کوي چې که ګاونډیو هیوادونو ته هرڅومره رعایت هم ورکړل شي چې دافغانستان په چارو کې دې مداخله نه کوي ، خو دوی بیا هم د خپله هوډه نه اوړي ، نو که داسې وي بیا افغانستان ولې دنورو هیوادونو د ښو اړیکو نه برخه من نه شي. ))

دهندوستان ټایمز خبریاله ارتي تیکو سینګ وايي نوي ډیلي ته د حامد کرزي اوسنی سفر د ډیر اهمیت وړ دی ځکه چې دهند او پاکستان اړیکې د هر وخت په پرتله ښه شوي دي ، هند د افغانستان سره په هر ډګر کې مرسته کوي ، او پاکستان خپلې ټولې هڅې کړي، چې کابل او نوی ډیلی له یو بل نه لرې وساتي خو بریالی نه شو. نو ایا هند په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره خپل رول لوبولی شي ، ارتي تیکو سنګ ددې پوښتنې په ځواب کې وايي ،

(( کرزی د رباني د وژل کیدو نه پس هند ته په سفر دی ، او هغه د طالبانو سره د خبرو او مذاکراتو نه تقریبا په شاشوی ، نو زما په خیال د هندي چارواکو سره به هغه مهمې ستراتیژیکې خبرې وکړي ، او واضحه خبره ده چې ددې هرڅه په تناظر کې به د هند او پاکستان اړیکې هم اغیزمنې شي. کله چې کرزي د طالبانو سره د سولې خبره کوله هند په دې نا ارامه و ، اوس چې کرزی له دې دریځه په شا شوی ، هند په دې خوشاله دی ، هندوستان د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې نیغ په نیغه برخه نه شي اخیستی ، خو هغه څه چې هند یې د باثباته افغانستان لپاره کولی شي هغه دا دي چې استخبارتي معلومات د افغانستان سره شریک کړي او افغانستان له اقتصادي پلوه حمایه کړي )) .

ارتي سینګ وايي نوي حالات ښکاره کوي چې افغانستان کې دامهال د پاکستان په پرتله هند زیات نفوذ لري، خو بل پلو پاکستاني چارواکي هم تل هڅه کوي چې افغانستان کې حالات د ځان لپاره سازګار کړي.
XS
SM
MD
LG