د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: ۱۳ هزارګان وژل شوي اته نور ژوبل


په کوټه او د بلوچستان صوبې په نور برخو کې په بیا بیا هزاره ګان په نښه کېږي.
په کوټه او د بلوچستان صوبې په نور برخو کې په بیا بیا هزاره ګان په نښه کېږي.

خدای نور ناصر- کوټه

دکوټې په غربي بايي پاس د سردار کاریز په سیمه کې د نامالومه کسانو له لوري پر یو مزدا ډوله مساپر بس په ډزو کې ۱۳ تنه وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

دپاکستان د استخباراتي ادارو له خواخبریالانو ته په لیږل شويو موبایل پيغامونه کې ویل شوي، وسله والو کسانو یو مساپر بس ودرولی ، او له څخه یې یوازې دهزاره قبیلې وګړي د کښته کېدو وروسته یو په یوه په ډزو وژلي.بلخوا له مشال ریډيو سره په خبرو کې د شالکوټ تاڼېدارا ریاض ویلي چې ډزي پر روان بس شوې دي.

نوموړی زیاتوي ، په بس کې عام خلک سپاره وو چې هزارګنجي ته روان وو . او زموږ د مالوماتو له مخې ډزې په روان بس شوې دي. چې پکې ۱۳ تنه وژل شوي او اته نور ژوبل دي. مړي او ژوبل کسان يې بولان ميډیکل روغتون او سي ایم ایچ ته منتقل کړي.٬٬

په کوټه کې د هزارګانو دو ژنې وروستې ځوانان په احتجاج راوتي دي
ترپېښي وروسته دهزاره قبیلې وګړيو دکوټي په بیلا بیلو سیموکې په احتجاج را ووتل ، او د ترافیکو پر مخ یې ځيني لويي لارې و تړلې . دپولیسو په وینا همدې بس ته چې په کې پېښه شوې، پارېدلو خلکو اوور ورته کړی.


پاریدلو خلکو هغه بس ته اور ورته کړی چې ډزې پرې شوې
دکوټي دپولیسو د مشر آی جي د دفتر مخې ته ګڼ شمیر ځوانانو او د ښځينه کالج زده کوونکو لاریون وکړ. او د وزیراعظم ګیلاني او صدر زرداري په ضد يې شعارونه ورکړل.

په همدې لاریون کې يوه زده کوونکې چي نرګس علي نومېده ،مشال ته دخپل احتجاج په اړه وویل.

موږ ډېر پرامنه خلک يو. موږ له هیچا سره هیڅ بدي نه لرو.خو له ۲۰۰۳ یا ۲۰۰۴ م کال راهسیې مو ترهګر وژني. دا لومړی ورځ نه ده چې په نښه کېږو . تاسوته مالومه ده چي موږ هره ورځ دخپلو ځوانانو مړي خاوروته سپارو. اوس زموږ په هدیرو کې ځاي نشته. موږ له حکومته خواست کوو چي دهدیرې لپاره نور مځکه راکړي چي خپل مړي په کې پټ کړو. ٬٬


د کوټې انجونو کالج زدکونکې د پېښې پر ضد په احتجاج راوتې دي

دیادولو وړ ده چي په تیرو ۱۴ ورځو کې دهزاره قبیلې او اهل تشیع شاوخوا ۴۶ تنه په بیل بیل هدفي وژنو کې وژل شوي. دتیرو ټولو پېښو پړه لښکرې جنګوي پر غاړه اخیستې .
XS
SM
MD
LG