د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخلاینې بهیر جاري ساتلو پرېکړه به لویه جرګه کوي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وایي، اوس د دې وخت دی چې د سولې د خبرو په اړه له سره غور وشي او په لویه جرګه کې به چې په نژدې وختونو کې جوړیږي، د ولس استازي پریکړه وکړي چې په هېواد کې د سولې او د امن لارې چارې په څه ډول پرمخ لاړې شي.

ولسمشر کرزي د سولې د عالي شورا د ریس برهان الدین رباني له وژولو وروسته د دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو د څرنګوالي په اړه په ټلویزیوني وینا کې چې تیره شپه خپره شوه، دغه راز پاکستان تورن کړ چې په افغانستان کې یې د سولې او امن د هڅو ملاتړ نه دی کړی.

افغان ولسمشر وویل، له تیرو څو کلونو راهیسې یې په هېواد کې د سولې او امن د ټینګیدو لپاره په بیا بیا وسله وال مخالفان جوړ جاړي ته رابللي خو دغو یو اړخیزو هڅو تر اوسه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې او اوس یې وخت دی چې د سولې پر بهیر له سره کتنه وشي.

ولسمشر کرزي ټینګار وکړ، چې موږ باید معلومه کړو چې خبرې له چا سره وشي؟ که څه هم ولسمشر پاکستان تورن کړچې په افغانستان کې یې د سولې د هڅو ملاتړ نه دی کړی خو پرته له دې چې د دې هېواد نوم واخلي ویې ویل چې د سولې خبرې باید له دولتونو سره وشي نه په هغوي پورې تړلو ډلو سره.


ولسمشر کرزي وویل، سوله او امنیت زموږ د ملت یوه سپیڅلې هیله ده او دې هدف ته د رسېدو لپاره ډیرې هڅې شوي خو د سولې دښمنانو او له بهرنیو هېوادونو سره تړلو ورانکارو ډلو تاوتریخوالي ،اخ و ډب او ویره اچونې ته زور ورکړی دی.

ولسمشر کرزي یو ځل بیا سږنی کال د افغانستان لپاره مهم او ټاکونکی وباله او ویې ویل، چې په هېواد کې د امنیتي مسولیتونو د بهیر له پیلیدو سره سم، افغانستان د استنبول او بن دوه مهم کنفرانسونه او لویه جرګه په مخکې لري او بل دا چې د امریکا له متحده ایالاتو سره هم د اوږد مهاله ستراتیژیکو همکاریو د تړون په اړه خبرې پیل شوي دي..

په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه د ولمسشر له دې څرګندونو مخکې د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالله لودین له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې دغه شورا نور له هغو طالبانو سره چې پېژندګلو او پته یې معلومه نه وي، خبرې نه کوي.

ویل کیږي، هغه کس چې د سولې د عالي شورا ریس برهان الدین رباني یې په ځان وژونکې حمله کې وواژه، ځان د کوټې د شورا استازی پېژندلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG