د لاسرسي ځای

تازه خبر

”پر پاکستان فشار،د حقاني څرګندونې“


په ۲۰۰۱م کال جلال الدین حقاني د پاکستان اسلام آباد ته د خپل سفر پروخت د افغانستان نقښه ګوري .هغه مهال دی د طالبانو د رژیم د قبایلي چارو وزیر وو.
په ۲۰۰۱م کال جلال الدین حقاني د پاکستان اسلام آباد ته د خپل سفر پروخت د افغانستان نقښه ګوري .هغه مهال دی د طالبانو د رژیم د قبایلي چارو وزیر وو.

بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو

د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني له بي بي سي سره د مرکې په ترڅ کې ویلي چې دوی نه د پاکستان له استخباراتي ادارې سره اړیکي لري او نه هم د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني په وژلو کې لاس لري .

د بي بي سي له خوا د ورلېږ ل شوو لیکلو پوښتنو په ځواب کې د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني یو ځل بیا نه یوازې د پاکستان د استخباراتو له ادارې ، آی ایس آی سره له اړیکو انکار کړی دی بلکه دا یې هم په ډاګه کړېده چې دوی د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني په وژلو کې لاس نه لري.

د حقاني شبکې له خوا دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلې دي چې له یوې خوا امریکا پر پاکستان فشار زیات کړی دی چې آی ایس آی دي له حقاني شبکې سره موجودې اړیکې وشلوي او پاکستان دي د دې دلې پر ضد په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړي.

بلې خوا ته د افغانستان حکومت ادعا کوي ، چې د برهان الدین رباني د وژلو پلان په کوټه کې تیار شوی وو او پر هغه بریدکونکی کس د پاکستان د چمن اوسېدونکی وو. د افغان چارواکو په وینا دوی په دې اړه ثبوتونه په کابل کې د پاکستان سفارتخانې ته سپارلي دي.

دا چې په داسې وخت کې د حقاني شبکې له خوا څرګندونې څه مانا لري. پر قبایلي سیمو نظر لرونکې د سیاسي چارو کار پوهه فرحت تاج یې په اړه وايي.

ً دا آی ایس آی ورته وايي چې شاباش بیان ورکړی ، دوی داسې بیان ورکړي چې د دوي د خوښې وي. چې کومه خبره د پاکستان چارواکي کوي هغه حقاني شبکه کوي . یانې چې د دوی مرکزونه ټول په افغانستان کې دي. له دې څخه د دوی ترمنځ نژدې همکاري څرګنده ده ً .

تر دې وړاندې د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې دوی په پاکستان کې پټنځایونه نه لري او د هغه په خبره دوی د پاکستان په پرتله په افغانستان کې ځان خوندي بولي.

دا چې د حقاني شبکې لپاره د پاکستان قبایلي سیمې او که افغانستان خوندي ځای دی ، یو ځل بیا د سیاسي چارو کارپوهه فرحت تاج .

ً ډېر خو دوی په پاکستان کې خوندي دي ، ځکه چې په قبایلي سیمو او په خاصه توګه په شمالي وزیرستان کې او په کرمه اجنسۍ کې چیري چې د دوی د راوستلو هڅه یې کړې ده بلکه راغلي دي په کې ، نو په هغه ځای کې خو حکومت خپل واک پرې اېښی دی، واک ټول له طالبانو سره دی ، دوی په افغانستان کې چیرته خوندي دي ، په افغانستان کې چې دوی داسې ناست وي او داسې بریدونه کوي نو خامخا به امریکا که یوه ورځ نه وي نو بله ورځ ، او که یوه میاشت نه وي نو بله میاشت به ورپسې راشي ً.

خو پاکستان له دې انکار کوي چې د دوی استخباراتي اداره یا آی ایس آی له حقاني شبکې سره اړیکي لري.

د امریکا له خوا تر دې تورونو وروسته د وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني له خوا رابلل شوې د پاکستان د ټولو ګوندونو غونډې هم په یوه خوله داسې فشار او د هغوی په خبره بې بنسټه تورونه رد کړل.
XS
SM
MD
LG