د لاسرسي ځای

تازه خبر

حقاني شبکې : استاد رباني مو نه دی وژلی


د حقاني اورپکې شبکې مهم مشر سراج حقاني ویلي د دوی ډله د افغانستان د سولې شورا د مشر برهان الدین رباني د وژنې ذمه واره نه ده.

له بي بي سي سره په مرکه کې چې نن خپره شوې، سراج حقاني ویلي له پاکستاني استخباراتي ادارې آی ایس ای سره تړاو نه لري.
پر حقاني شبکې په افغانستان کې پر غربي اهدافو د بریدونو د لړۍ تورونه دي.

رباني د سپټمبر په ۲۰مه په کابل کې هغه مهال ووژل شو چې یوه کس وویل له طالبانو یې ورته یو پیغام راوړی دی. افغان چارواکو د رباني وژنه له حقاني اورپکې ډلې سره تړلې ده او ویلي یې دي چې په کوټه کې د دې وژنې چل جوړ کړی وو او دا کار یوه پاکستاني کړی دی. سراج حقاني بي بي سي ته د لیکل شویو پوښتنو غږیز ځواب ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG