د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل په منځني ختیځ کې په ګوښه کېدو دی.پانیټا


د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا خبرداری ورکړی دی چې اسراییل په چټکۍ په منځني ختیځ کې ګوښه کېږي.

نوموړي وویل، د امریکا امنیتي ژمنتیاوې باید اسراییل د دې وړ کړي، چې د ده په خبره، د سولې لپاره له خطراتو سره مخامخ شي. پانیټا نن اسراییل ته ځي. دا د دفاع د وزیر په توګه اسراییل ته د نوموړي لومړی سفر دی.

ده ویلي اسراییل ته به د امریکا امنیتي ژمنتیاوې بیا ټینګې کړي او هڅه به وکړي چې له تورکیې او مصر سره یې تریخ اړیکي ور سم کړي.

پانیټا به د دې سفر پر مهال د فلسطین و مصر له مشرانو سره هم ګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG