د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅانو ۲۳۰۰ کورنۍ کندهار ته کډه شوې


بلوڅان وړاندې هم په د پاکستانیو پوځي عملیاتو له لاسه په اویایمه لسیزه کې افغانستان ته کډه شوي وو
بلوڅان وړاندې هم په د پاکستانیو پوځي عملیاتو له لاسه په اویایمه لسیزه کې افغانستان ته کډه شوي وو

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د نا امنيو د پېښو او د پاکستاني سرتېرو له وېرې د بلوڅو درويشت سوه کورنۍ د افغانستان کندهار ولايت ته کډوالې شوې



سید شاه سقیم - کندهار

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د نا امنيو د پېښو او د پاکستاني سرتېرو له وېرې د بلوڅو درويشت سوه کورنۍ د افغانستان کندهار ولايت ته کډوالې شوې دي. افغان چارواکي وايي چې د راکډه شويو بلوڅو لپاره مرستې نه لري.

افغان چارواکي وايي چې له تېرې څه مودې را په دې خوا د بلوچستان صوبه له بلوڅ مېشتو سيمو څخه د بلوڅو دوه زره او درې سوه کورنۍ د جګړو او د دوى په سيمو کې د پاکستاني پوځیانو د عملياتو له امله د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ ته کډه شوې دي .

په کندهار کې د کډوالو د چارو مسولين وايي چې د را کډه شويو بلوڅو له مشرانو سره يې ليدلي خو دومره څه په لاس کې نه لري چې د مرستې په توګه يې ورکړي .

د کندهار د کډوالو رييس محمد عظيم ترابي وايي چې دغه بلوڅان دا مهال د سپين بولدک ولسوالۍ په ځينو سيمو کې مېشت شوي دي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

(( تقريبا دوه زره درې سوه بلوڅ کورنۍ په بلوچستان کې د جنګ امله د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ ته را کډه شوي دي . چې ددې تر څنګ په نوي کلي سيمه کې هم ګڼ شمېر بلوڅان مېشت شوي دي چې ډېر نېستمن دي او د مرستې په تمه ناست دي. ))

دى وايي چې په دې اړه يې د کډوالو چارو له وزارت او د ( يو اين ايچ سي ار ) له ادارې سره هم اړيکې نيولې دي خو تر اوسه پورې هغوى لا هم له دغو کډوالو سره د مرستې په اړه څه نه دي کړي.

د کډوالو د رييس په خبره د کندهار په بېلابېلو سيمو کې په دې سربېره زرګونه کورنۍ هغه کډوالو هم مېشت چې له بېلابېلو ولايتونو او د کندهار له ولسواليو څخه د جګړو له امله کندهار ښار او ځينو ولسواليو ته را کډه شوي دي چې هغوى هم د دولت د مرستې په تمه شپې سبا کوي.

(( بله مسله د ژړۍ ولسوالۍ کډوال دي چې مخکې يوولس زره کورنۍ وې چې بيا ځينې د ( يو اين ايچ سي ار ) په مرسته او ځينې يې په خپله خوښۀ لاړل خو زر کورنۍ يې لا اوس هم پاتې دي چې تر شنه اسمان لاندې د دولت په تمه شپې سبا کوي ))

د پاکستان له بلوچستان څخه په داسې حال کې د بلوڅو کډوالو د راتګ لړۍ پيل شوې ده چې په دغه صوبه کې له تېرې څه مودې را په دې خوا د بلوڅو وګړو د تري تم کېدو لړۍ تونده شوې ده .

د افغان چارواکيو په خبره کندهار ته را کډه شوي بلوڅان وايي چې کندهار ته را کډه کېدل يې تر دې ښه وبلله چې د کورنۍ غړي يې وتښتول شي او وروسته يې بيا له پېژندلو وتلي مړي په لاس ورشي.
XS
SM
MD
LG