د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې په زرګونه الوتک ضد توغندي ورک شوي دي


د لیبیا د لنډمهاله حکومت د پوځ یو جنرال محمد ادیا وايي چې د لرې کړل شوي واکمن معمر قذافي د وسلو له زخېرې څخه د الوتکو د راغورزولو نژدې پنځه زره توغندي ورک شوي دي.

جنرال محمد ادیا وايي چې معمر قذافي شاوخوا شل زره داسې توغندي اخیستي وو چې له یوه ځای څخه بل ځای ته وړل کېدای شي.

دی وايي له دې څخه زیاتره کارول شوي ، ضایع شوي او یا له کاره وتلي دي خو پنځه زره یې ورک دي چې د هغه په خبره له لیبیا څخه بهر غلطو لاسونو ته ورتلای شي.

امریکا وايي چې د لیبیا له نوي مشرتابه سره د نژدې همکارۍ له مخې د معمر قذافي د وسله خانو د ژغورلو لپاره کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG