د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې په سلګونه مظاهره چیان ونیول شو


د امریکا د نیو یارک په ښار کې تر اووه سوه زیات کسان د احتجاج پر مهال نیول شوي دي.

دې کسانو د اقتصادي وجوهاتو پر اساس احتجاج کاوی. پولیس وايي دا کسان هغه وخت نیول شوي دي چې د موټرونو د تګ راتګ مخه یې نیولې وه او پر بروکلین نومي پله یې د لاریون هڅه کوله.

دا مظاهره چان هغه خلک دي چې د امریکا د ونډو د بازار وال سټریټ د نیولو غورځنګ یې پیل کړی دی. د دې تحریک برخوال ، په امریکا کې د کورونو د اخیستلو او پلورلو په قانون کې د بدلون ، د بې کارۍ د لوړې کچې او د مالي بحران پر مهال د حکومت له خوا د بېنکونو د ژغورلو ضد دي.

د دې مظاهرو شاوخوا دوه اونۍ کیږي او دې ته ورته نورې مظاهرې د بوسټن ، شیکاګو او سان فرانسیسکو په ګډون په نورو ښارونو کې هم سر راپورته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG