د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د لومړنۍ عصري لوبغالی پرانستنه


په خوست کې د فوټبال نوی لوبغالی
په خوست کې د فوټبال نوی لوبغالی

نقیب الله متونوال - خوست

په خوست کې د فوټبال لوبې یو لوی او جدید لوبغالی له جوړیدو وروسته د جمعې په ورځ پرانیستل شو.

د پرانستې په مراسموکې، چې دولتي چارواکو په ولسي جرګه کې ځینو وکیلانو او ګڼ شمېر خوست مېشتو ګډون کړی وو،د خوست والي ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ پردوی غږوکړ چې د نشو ، تاوتریخوالي او قومي شخړو لاس واخلي او د ځان او ټولنې د سالمې ساتنې لپاره لوبوته مخه کړي.

نوموړي زياته کړه(( دا د نږدې ولايتونو په كچه لوى او عصري لوبغالى دى،او موږ دې ته لومړيتوب ورکړ، دا كار ډېر مهم ځكه دى چې ځوانانوته سالمې بوختياوې پيداکوي او له دې سره به د سپورت په برخه كې استعدادونه وروزل شي))

دغه لوبغالی چې دوه نیم کاله وړاندې یې د خوست ښار په جنوبي څنډه کې کار پیل شوی وو په اساسي ډول جوړ او په یوه وخت د زرګونه تماشا چیانود ځایولو وړتيا لري.

دخوست د المپیک امرعزیزملنګ وایې چې په دې لوبغالي له یومېلیون ډالرو زیات لګښت راغلی چې د افغانستان د المپیک کمیټې له خواورکول شوي دي.
نوموړي زيات کړه(( دا لوبغالى پر څوارلس جريبه ځمكه د المپيك كميټې لخوا په اساسي ډول جوړ او پربشپړيدو يې نږدې دوه پېنځوس ميليونه افغانۍلګول شويدي. دا لوبغالى په يوه وخت د اتلس زره ننداره كوونكو د ځايولو ظرفيت لري. د دې ترڅنګ د کريکټ اکاډمۍ، هاکي او فوټبال لپاره د درې نور ميدانونه هم جوړ شوي، چې پرهغوى يوسلوشپاړس زره امريکايي ډالر لګول شوي دي.))

د خوست د فوټبال فدراسیون مشرسلطان عزيز وایې، چې په دې لوبغالي کې اوس دافغانستان دنورو ولایتونو سربيره د ګاونډیو هېوادونو لوبډلې هم د فوټبال سیالی کولای شي.

كه څه هم د خوست لوبغاړو په لوبغالي كې د ځينو نيمګړتياوو يادونه كوله خو بيا یې هم په جوړيدو خوشالي وښوده وو، او ویې ویل چې پخوا به دوی د خاورو او دوړو ډکو میدانونو کې لوبې کولې.

د یادونې ده، چې په خوست کې د کریکټ لوبغالي جوړولو لپاره هم بودیجه منظور شوې او د خوست د المپیک آمر په وینا چې په دې نیږدې وختونو کې به یې د جوړولو کار پیل شي.
XS
SM
MD
LG