د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې نهه تنه افغان سرېتري وژل شوي دي



د افغانستان د پكتيا ولايت مركز ګرديز اړوند د ابراهيم خيلو په سيمه كې د ملي اردو نهه تنه سرتېري د سړك غاړې بمي چاودنې پر مهال وژل شوي دي.

د پكتيا د والي وياند روح الله سمون وايي، د شنبې په مازديګر د ملي اردو د سرتېرو يو رېنجر موټر هغه مهال د سړك غاړې پر بم ور وخاتی چې كله له زرمت ولسوالۍ څخه ګرديز ته پر لاره وو.

نوموړى تاييدوي،چې په دې پېښه كې د ملي اردو نهه تنه سرتېري وژل شوي دي.

خو په جنوب ختيځ زون كې د ملي پوځ د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواكو له خوا تر دې دمه په دې اړه كوم معلومات نه دي وركړل شوي.

وسله وال طالبان د پېښې مسؤليت پر غاړه اخلي او وايي،چې په دې پيښه کې يې د ملي اردو ګڼ شمېر سرتېري وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG