د لاسرسي ځای

تازه خبر

مارک ګراسمین د اسیايي هېوادونو په سفر روان شوی


د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی مارک ګراسمين د ايشيايې او خليجي هيوادونو د دوو اونیو په سفر رهي شوی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايې مارک ګراسمين به د افغانستان او پاکستان په ګډون د مينځنۍ ايشيا د هيوادونو سفر کوي. د وزارت په وينا نوموړی به د خپل سفر پر وخت ټوله توجو په راتلونکې کي د افغانستان په اړه کيدونکو دوو نړيوالو کانفرنسونو وي. نوموړی به د قطر په پلازمينه دوحه کې په سيمه کې د امريکا د سفيرانو غونډي ته وينا هم کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG