د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یمن کې د القاعده یو مشر وژل شوی


امريکايي چارواکي وايې د استخباراتي مالوماتو له مخې په یمن کې د بې پیلوټه الوتکې په بريد کې د القاعده شبکې د لوړپوړی مشر انوار العولقي تر څنګ په دې بريد کې د القاعده د بمونو جوړولو يو بل لوړ پوړی غړی ابراهيم ال اسيري هم وژل شوی دی.

چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د ابراهيم ال اسيري د مرګ خبره کړې ده هغه ځکه چې لا تر اوسه په سرکاري توګه د ده د وژل کيدو پخلی نه دی شوی. بل لورته امريکايي ولسمشر باراک اوباما د القاعده د عرب ټاپو د مشر انوار العولقي وژنه القاعدې ته د ماتې ورکولو په لړ کې يو بل مهم ګام بللی دی. ولسمشر اوباما وايي: (( نن [د جمعې ورځ، د ۲۰۱۱ز کال د سپټمبر ۳۰مه] سهار وختي په عرب ټاپو کي د القاعده يو مشر انوار العولقي په يمن کي ووژل شو. العولقي چې د القاعدې ډير فعاله مشر وو د ده وژنه د القاعدې لپاره يو لوی ګوزار دی.)) د چارواکو په وینا، امريکا له تيرو دوو کلونو د العولقي په لټون وه او تر وژلو له مخه يې درې اونۍ پرله پسې دی څارلۍ وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG