د لاسرسي ځای

تازه خبر

'باید د محمود خان اڅکزي او نواز شریف ستاینه وشي'


په پاکستان کې د وزیر اعظم ماڼۍ چې په کې د ټولو ګوندونو غونډه وشوه
په پاکستان کې د وزیر اعظم ماڼۍ چې په کې د ټولو ګوندونو غونډه وشوه
لیکنه: فرحت تاج

ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو

سرچینه: ډېلي ټایمز پاکستان


د پاکستان د انګرېزي ژبې په ورځپاڼې ډېلي ټایمز کې لیکوالې او کار پوهې فرحت تاج د پاکستان د ټولو ګوندونو په غونډې یوه مقاله لیکلې ده. نوموړې لیکي، په دې غونډه کې د ایسټیبلېشمنټ پلوه ګوندونو غلبه وه خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د پاکستان مسلم لیګ مشر نواز شریف په کې خپل دریځ ټولو ته څرګند کړ او باید په دې خبرې دوی وستایل شي.

امریکا، پاکستان ته د حملې پټ ګواښونه هم وکړل ځکه چې دوی له حقاني اورپکې ډلې سره اړیکي لري چې په پاکستان کې اډې لري.

فرحت تاج لیکي په افغان پلازمېنې کابل کې د امریکا پر سفارت د حقاني اورپکې شبکې لخوا تر برید وروسته پاکستان تر زښت فشار لاندې راغی.

د لیکوالې په خبره: ((امریکا، پاکستان ته د حملې پټ ګواښونه هم وکړل ځکه چې دوی له حقاني اورپکې ډلې سره اړیکي لري چې په پاکستان کې اډې لري.))

د پاکستان پوځ، چې د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو د تګلارې مسوول دی، د امریکا بیانونه یې رد کړل، خو بیا هم د هېواد ملکي سیاسي مشرتابه د دې اړتیا محسوسه کړه چې پر خپل دریځ ودرېږي او د امریکا فشار ور متوازنه کړي.

د لیکوالې په خبره، همدا لامل وو چې د ټولو ګوندونو غونډه وشوه.

پرېکړه لیک که د آی ایس پي آر بیان؟

فرحت تاج په ډېلي ټایمز ورځپاڼې کې لیکلي، تر غونډې وروسته منل شوی پرېکړه لیک له دې زیات څه نه ښکاري ((لکه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتره (آی ایس پي آر) خپور شوی بیان!!))

دا پټنځایونه نه یواځې امریکا په ګوته کړي، بلکې په پاکستان کې دننه یې ډېر خلک هم په ګوته کوي.
په دې پرېکړه لیک کې په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په حواله هیڅ شی نه دی لیکل شوی.

((دا پټنځایونه نه یواځې امریکا په ګوته کړي، بلکې په پاکستان کې دننه یې ډېر خلک هم په ګوته کوي.))

فرحت تاج لیکی، په پرېکړه لیک کې یوه مهمه خبره دا ده چې پاکستان باید په قبایلي سیمو کې له خپلو خلکو سره د سولې خبرې پیل کړي. د نوموړې په لیکنه کې راغلي، دا خبره هم هغه تکراري دریځ دی چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان یې ورکوي او تل دا وښيي چې طالبان او پښتانه له یو بل بیل نه، بلکې یو قسم نومونه دي یا که په نورو الفاظو کې وویل شي نو پښتانه، طالبان دي.

لیکواله لیکي، په پرېکړه لیک کې د دې خبرې شاملول څه دلیل لري چې د پاکستان مسلم لیګ مشر نواز شریف د ټولو ګوندونو د غونډې پر مهال له پوځي مشرانو پوښتنه وکړه چې باید داسې یوه وجه وي چې ولې ټوله نړۍ پاکستان د ترهګرۍ لپاره پړ بولي.

فرحت تاج لیکي دا خبره، د جنرالانو له ترهګرو سازمانونو سره د تړاو خوا ته مستقیمه اشاره ده.

په یوه میاشت کې امن

د ډېلي ټایمز ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي، دا ډېره حیرانوونکې خبره ده چې د تحریک انصاف د مشر دریځ په پرېکړه لیک کې راغی خو په دې متن کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان دریځ نه دی شامل کړل شوی.

که آی ایس آی په افغانستان کې د ترهګرۍ ملاتړ ودروي نو په یوه میاشت کې به هلته سوله راشي.

لیکواله لیکي، د ټولو ګوندونو د غونډې پر مهال، محمود خان اڅکزي د پاکستان د استخباراتو د ادارې آی ایس آی مشر جنرال احمد شجاع پاشا ته وویل: (( که آی ایس آی په افغانستان کې د ترهګرۍ ملاتړ ودروي نو په یوه میاشت کې به هلته سوله راشي.))

نوموړې لیکي: ((د تحریک انصاف په مقابل کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند په سینېټ کې استازي توب لري. او دا ګوند له اوږدې مودې راهیسې دا دریځ لري چې آی ایس آی په افغانستان و قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ لپاره ذمه واره ده. دا ډېره حیرانوونکې خبره ده چې د ټولو ګوندو په رضایت منل شوی پرېکړه لیک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دریځ نه لري.))

فرحت تاج لیکي، دواړه نواز شریف او محمود خان اڅکزی باید خپلو کارونو لپاره وستایل شي او دا چې د دې دواړو مشرانو دریځ نه شاملول د ټولو ګوندونو په بشپړ رضایت د منظور کړل شوي پرېکړه لیک په اړه پوښتنې پیدا کوي!!

د عوامي نیشنل ګوند اصل دریځ!!

نوموړې لیکي، د پښتون ملتپالو د یوه بل ګوند، عوامي نیشنل ګوند د مشر اسفند یار ولي خان دریځ چې هغه یې له اوږدې مودې خپلوي دا ځل یې د ټولو ګوندونو په غونډه کې خپل نه کړ او دا حیرانووکې خبره ده.

دا خبره خلک حیرانوي چې د عوامي نیشنل ګوند اصلي دریځ د پاکستان و امریکا د کړکېچ او د حقاني د طالبانو په اړه څه دی؟ ...

د سپټمبر په ۲۳مه عوامي نیشنل ګوند په خپل یوه بیان کې ویلي ول چې د امریکا لخوا پاکستان ته په ګواښونو اندېښنه څرګندوي. دې ګوند غږ کړی وو: (( د پاکستان حکومت باید ټولې هڅې وکړي چې ترهګرې ډلې ختمې کړي او پر پاکستانۍ خاورې دوی ته د سامان ورکولو او انفراسټرکچر ورکولو نظام هم باید ختم کړل شي.))

لیکواله لیکي، عوامي نیشنل ګوند پر افغان تګلارې خپل پخوانی دریځ ورنکړ او په خاموشۍ یې د ایسټیبلېشمنټ له نظر سره سلا وکړه.

فرحت تاج لیکي، دا خبره خلک حیرانوي چې د عوامي نیشنل ګوند اصلي دریځ د پاکستان و امریکا د کړکېچ او د حقاني د طالبانو په اړه څه دی؟

((دې ګوند د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د سلګونه کارکوونکو وینه ورکړې ده او باید دا جرات ولري چې په سپینه توګه، د ټولو مخې ته دا واضحه کړي چې د ټولو ګوندونو د غونډې پرېکړه لیک، که د دوی د ګوند بیان د دوی اصل دریځ دی؟))

محمود خان او اسفند یار باید له غونډې پرېکون اعلان کړی وای

فرحت تاج لیکي، دواړه محمود خان اڅکزی او اسفند یار ولي خان باید دا واضحه کړي چې په قبایلي سیمو کې د سولې د خبرو ذکر چې په پرېکړه لیک کې شوی دی، دوی یې څنګه منلی شي؟

په قبایلي سیمو کې اورپکي، پنجابي طالبان او نړیوال ترهګر دي چې له القاعده سره تړاو لري.

ایا دوی ته نه ده مالومه چې په قبایلي سیمو کې اورپکي، پنجابي طالبان او نړیوال ترهګر دي چې له القاعده سره تړاو لري؟ ایا دوی له دې نه دي خبر چې آی ایس آی، نه دا چې قبایلي خلکو، دا ترهګر قبایلي سیمو ته راوستي دي؟

فرحت تاج زیاتوي، دې دواړو ملتپالو مشرانو باید په پرېکړه لیک کې، د داسې ګمراه کوونکي بیان لپاره له ټول ګوندیزې غونډې پرېکون اعلان کړی وای.
XS
SM
MD
LG