د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټولو ګوندونو د غونډې پرېکړه لیک


د پاکستان د پارېلمان یو منظر
د پاکستان د پارېلمان یو منظر
ژباړه: مشال راډیو

د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د ټولو ګوندونو تر ګډې غونډې وروسته په اعلامیې کې ویل شوي چې پاکستان باید له خپلو خلکو سره په قبایلي سیمو کې د سولې خبرې وکړي.

د ټولو ګوندونو غونډه تر ساعتونو روانه وه او تر دې وروسته په خپرې شوې اعلامیې کې لاندینۍ خبرې منل شوې دي:

۱. له سولې سره د مینه لرونکي هېواد په توګه، پاکستان خواهش لري چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د خپلواکې برابرۍ، ګډو ګټو او درناوي پر بنسټ ښه اړیکي جوړې او برقراره وساتي.

۲. د ټولو ګوندونو په غونډه کې منل شوي چې د تګلارې نوی سمت باید وټاکل شي چې باید پر سولې او پخلاینې تمرکز ولري. ((سولې ته موقع ورکول)) باید اوس مرکزي اصول وي.

۳. پاکستان باید په قبایلي سیمو کې له خپلو خلکو سره د سولې لپاره خبرې پیلې کړي، او د دې لپاره باید یو سم میکانېزم پلي کړل شي.

۴. موږ باید له افغانستان سره خپل دوه اړخیزه، د ورورولۍ اړیکي په درېیو سطحو، پر ترجیحاتي اساس پیاوړي کړو: د حکومت اړیکي له حکومت سره، د ادارو له ادارو سره او د خلکو له خلکو سره.

۵. ټول ګوندیزه غونډه مني چې د پاکستان ولس او امنیتي ځواکونو قربانۍ ورکړې دي، په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا او د قبایلي سیمو د ولس هغه. نړیواله ټولنه باید دا لویې قربانۍ او د پاکستان د لوی کچ وراني ومني.

۶. پاکستان پر خپل ځان تکیه، پیاوړې کولای شي. سوداګري، مرسته نه، باید د راتلونکې لار وي. موږ باید د هېواد دننه پر اقتصادي او د مالیو پر اصلاحاتو او د وسایلو د متحرکه کولو او د اداري فساد پر مخنیوۍ توجه ورکړو.

۷. د پاکستان د خپلواکۍ، او د خاورې دفاع یو مقدس کار دی او هیڅ کله به پر سودا ونشي.

۸. ملي ګټې تر هر څه لوړې دي، او باید د هر وخت د ننګونو لپاره د پاکستان د تګلارې او غبرګون رهنمايي وکړي.

۹. د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوال قانون سره سم، پاکستان باید په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات راوستو لپاره کار ته دوام ورکړي.

۱۰. تر دې مخکې د پارلېمان ټول منل شوي پرېکړه لیکونه، او پر ملي امنیت د پارلېمان د ګډې کمېټۍ سپارښتنې باید پلي کړل شي.

۱۱. د ټولو ګوندونو غونډې د پاکستان پر ضد، په دې وروستیو کې، ټول فشار او بې بنسټه تورونه ردوي. داسې فشارونه بې له اساسه دي او د ملګرتوب له لارې د خطا کولو مانا لري.

۱۲. د پاکستان ولس دا د پاکستان د پوځ په ملاتړ او پوره یو والي لپاره مني چې د ملي امنیت لپاره هر ګواښ مات کړل شي.

۱۳. یوه پارلېماني کمېټي به جوړول کېږي چې د پخوانیو پرېکړه لیکونو، او د دې پرېکړه لیک عملي کول وڅاري او په دې پرېکړه لیک شوی پرمختګ به هره میاشت ولس ته ښودل کېږي.
XS
SM
MD
LG