د لاسرسي ځای

اوزبکستان، امریکا ته لار ورکوي


د امریکا ولسمشر باراک اوباما له اوزبک مشر اسلام کریموف سره افغانستان ته د لارو پر ورکولو خبرې کړې وې.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما له اوزبک مشر اسلام کریموف سره افغانستان ته د لارو پر ورکولو خبرې کړې وې.

پامیر ساحل، مشال راډیو


پراګ
- امریکا د ازبکستان ستاینه کړې ده چې ورسره یې په افغانستان کې پوځیانو ته د سامان د وړلو لپاره لار ورکولو اعلان کړی دی.

امریکا په دې خوښې ښودلې ده چې اوزبکستان ورسره افغانستان ته د سامان وړلو لپاره د لار ورکولو په ترځ کې همکاري کړې ده.

د پنجشنبې په شپه ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: ((موږ له ازبکستان سره د خپلو اړیکو قدر کوو. هغوی په شمال کې وېش په شبکې کې له موږ سره ډېره مرسته کړې ده. هغوی په افغانستان کې د بیا ودانۍ په ترځ کې هم ډېره مرسته کړې ده. هغوی له افغانانو او افغان حکومت سره د بیا ودانۍ لپاره او د افغانستان د باثباتۍ، پرمختګ او سولې لپاره په مرستو لګیا دي.))

دا بیان پر داسې مهال راغلی دی چې د چار شنبې په ورځ، د امریکا ولسمشر باراک اوباما د اوزبکستان مشر اسلام کریموف ته ټیلي فون کړی وو او له هغه یې غوښتي ول چې ورسره دې افغانستان ته د سامان وړلو لپاره د لارو په پراخولو کې همکاري وکړي.

رویټرز خبري اژانس لیکي امریکا له اوزبکستانه دا غوښتنه ځکه کړې ده چې د پاکستان و امریکا اړیکي ترینګل شوي دي او له پاکستانه د سامان وړلو د لار په اړه اندېښنې دي.

د چارشنبې په ورځ، اوباما، کریموف ته د ازادۍ د ۲۰مې کالیزې مبارکي هم ورکړه او د افغانستان د ثبات او پرمختګ په اړه یې سره خبرې وکړې.

په تېر مهال کې امریکا، د اسلام کریموف پر حکومت د بشري حقونو پر معاملې انتقاد کړی وو.

رویټرز خبري اژانس لیکي، په امریکا کې تېره اوونۍ د سېنېټ د مرستو لپاره تخصصي کمېټۍ یو بل منظور کړی وو چې تر مخې به یې پر اوزبکستان د مرستو بندیزونه ختم شي. خو دا به یواځې په دې صورت کې کېږي چې د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن ووايي چې افغانستان ته له اوزبکستانه د رسیدګۍ لپاره د دې کار اړتیا ده.

امریکا، اوزبکستان ته په ۲۰۰۴ز کال کې پوځي مرسته د دې هېواد د بشري حقونو د رېکارډ له کبله درولې وه.
XS
SM
MD
LG