په امريکا کې يو کس په دې تور نيول شوي چې د امريکا د دفاع د وزارت او د کانګريس پر ودانۍ له بارودي موادو ډکې الوتکې د ريموټ کنټرول بريد پلان يي درلود.
دا شپږویشت کلن کس رضوان فردوس نومیږي چې امريکايي دی او د بوسټن له ښار سره نژدې نيول شوي دی.
چارواکي وايي، دی د پټو امريکايي ايجنټانو په هغه آپريشن کې نيول شوی دی چې ده ته به يي داسې سامان ورکولو چې ده یې.د امريکا پر ضد په جهاد کې د استعمالولو لپاره ترلاسه کول غوښت.
په واشنګټن کې د هدفونو پر ضد د بمي فضايي سازش تر څنګ انتظامي چارواکي پر ده تور لګوي چې هڅه يي کوله القاعده ته په عراق کې د امريکايي ځواکونو خلاف بريدونو لپآره بمي مواد ورکړي
. چارواکي وايي دا کس د بوسټن پوهنتون د طبعياتو يو ذده کونکې دی.