د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي مېرمنې ته د دورو وهلو سزا بیرته واخیستل شوه


د سعودي عرب باچا شاه عبدالله
د سعودي عرب باچا شاه عبدالله
له سعودي عرب څخه رپورټونه وايي چې شاه عبدالله د عدالت يوه فيصله بیرته اخيستې چې له مخې يي يوې ښځې ډرايورې ته د اصول ماتولو په لړ کې د لسو کوړو سزا ورکړل شوې وه. په سعودي عرب کې د ښځو پر موټر چلولو بندیز دی او دې ښځې دا بندیز مات کړی وو.

د دې فيصلې خبر د شتمن شهزاده الوليد بن تلال مېرمنې شهزادګۍ عامره ال تويل په انټرنيټي ټولنيزي حجرې ټويټر ورکړې. او ايسوسي ايټيډ پريس هم دغه خبر ورکړې خو په رسمي ډول يي تصديق نه دې شوې

په جده کې يو عدالت يوه ښځه شايمه جستيانه دا اونۍ په دې مجرمه ګرځولې وه چې د جولاي په مياشت کې یې دا اصول مات کړې و. دا عدالتي فيصله له هغې وروسته مخې ته راغلې وه کله چې شاه عبدالله اعلان کړې و په 2015م کال کې په ښاروالي انتخاباتو کې به ښځو ته د حصه اخيستلو اجازه وي.

سعودي عرب په نړۍ کې يواځينې هيواد دې چې پکې د ښځو په ګاډي چلولو باندې بنديز دې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG