د لاسرسي ځای

په خوست کې د ګمرک ودانۍ جوړېږي


د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزيرجارالله منصوري او د خوست والي عبدالجبارنعيمي

د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزيرجارالله منصوري او د خوست والي عبدالجبارنعيمي


نقیب الله متونوال - خوست

په خوست ولايت كې د ګمرك لپاره د نويو ودانيو په جوړولو پيل وشو. دغه ودانۍ، چې په نږدې سل جريبه ځمكه كې جوړيږي په بشپړلو به يې د نړيوال بانك لخوا څه د پاسه اوه ميليونه ډالره ولګول شي.


د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزيرجارالله منصوري په خوست کې د ګمرك لپاره د نويو ودانيو جوړولو د بنسټ ډبرې د ايښودو په مراسمو کې، چې د خوست پرځايي چارواكو سربېره په ولسي جرګه كې د خوست، پكتيكا، ارزګان او د لوګر ولايتونو ځينو وكيلانو هم ګډون كړى وو، وويل چې موږ په خوست كې د دولتي چارواكو، مسوولينواو له عامو خلكو سره د ليدو په موخه خوست ته راغلي يو، د دوى په خبره په خوست کې د بیارغونې کارونه په ښه شکل روان دي او د دې کارونو د لاښه والي لپاره د خوست له ولایتي چارواکو سره غږیدلى تر څو نور لومړيتوبونه هم دوى ته په ګوته کړي، چې دوې ورته نوې پروژې منظوري کړي.


د ودانيو د بنسټ ډبرې د ايښودلو پرمهال د خوست والي عبدالجبارنعيمي وويل، چې دا پروژه د خوست لپاره ډېره مهمه ده ځكه چې د دې په جوړيدو سره به په خوست كې عوايد د اوس په پرتله څو برابره ډېر شي، د ده په خبره چې دا په سل جريبه ځمكه كې جوړيږي او د نړيوال بانك لخوا به پرې اوه عشاريه پېنځه ميليونه ډالر ولګول شي او چارې به يې هم د دوو كلنو په موده كې بشپړې شي.

د کليو پراختيا وزير جارالله منصوري وویل چې دامهال په خوست کې د کلیوپراختیا وزارت لخوا ۴ ملي پروګرامونه روان دي، چې په دې پروګرامونوکې یې د ملي پیوستون هغه پروګرام دی، چې د افغانستان په ټولو سیمو کې د خلکو په خوښه کارونه ترسره کوي.

منصوري وویل ،چې د دې پروګرام په داوم به په خوست کې نور ۳۷۳ کلي په دې پروګرام کې شامل شي او ۷۶۸ نوي پروژې به پکې پیل شي چې ټولیزلګښت به یې ۷،۹ میلیون ډالره وي.

دا په داسې حال کې ده، چې يوه اونۍ وړاندې په خوست کې د ملکي هوایې ډګرد جوړیدو ډبره کېښودل شوه ،چې د دې هوایې ډګرد احاطې لپاره دوه میلیونه ډالرمنظورشوي دي او خوست مېشتي هیله لري ترڅو دا هوایې ډګر په نړیوال معیارجوړاو د عصري جوړونې لپاره یې له نورو بهرنیومؤسسوهم مرسته و غوښتل شي
XS
SM
MD
LG