د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار ۍ نجونه سوله غواړي.


په کندهار کې د سولې د غونډې برخوال.۲۹سیپټمبر ۲۰۱۱
په کندهار کې د سولې د غونډې برخوال.۲۹سیپټمبر ۲۰۱۱


سید شاه سقیم - کندهار

د افغانستان په کندهار ولايت کې د بېلابېلو ښوونځيو سلګونو نجونو په يوه غونډه کې د سولې غوښتنه کړې ده .

د کندهار ولايت د بېلابېلو ښوونځيو نجونې زده کوونکي وايي چې دا مهال د نا امنيو له امله خپلې زده کړې په ډاډه زړه نه شي کولاى.

دوى وايي افغان دولت او د دولت مخالف وسله وال دي د دوى د ښه راتلونکي لپاره له جګړې څخه لاس واخلي او د سولې خبرې دې ومني.

په کندهار کې د پېنځه سوه تنو په شاه و خوا کې د ښوونځيو زده کوونکيو نجونو د يوې غونډې پر مهال وويل چې د دولت مخالف وسله وال دي ښوونځيو ته د نجونو په تګ بنديز نه لګوي او د هېواد بچې دي نور نه وژني.

د کندهار ښار يوه زده کوونکي بلقيس احسان وايي چې که په ګډه سره هڅه وکړو په هېواد کې به مو سوله راشي . مونږ غواړو درس ووايو او خپلو درسونو په ارامۍ او ازاده فضا کې را ووزو، له ټولو خلکو څخه مي غوښتنه ده چې راشئ ټول په يو ځاى را ووزو او سوله راولو .

زما پيغام ټولو خلکو ته دى همدارنګه دولت ته . مونږ سوله غواړو مونږ غواړو چې هر څنګه وي بايد په امن کې ژوند وکړو

په کندهار کې ښځينه زده کوونکي وايي چې ځېنې رواجونه او د کورنيو د ځينو غړو بې ځايه اندېښنې ددې لا مل دي چې نجوني له زده کړو څخه برخې پاتې کيږي. او په يو شمېر سيمو کې خو د دغو رواجونو له امله ښځې له کورونو څخه بهر نه پرېښودل کېږي. د کندهار يوه بله زده کوونکې سليمه وايي چې پلرونه بايد د خلکو خبرو ته پام ونه کړي او خپلې لوڼې ښوونځيو ته پرېږدي.
په کندهار کې د سولې غونډې برخوالې


ددې په خبره يوازې زدکړه او پوهه کولاى شي هېواد ته سوله راولي.

له پلرونو او ميندو څخه هيله کوم چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته پرېږدي ، هغه متل دى وايي د ښار دروازې تړل کېږي خو د خلکو خولې نه تړل کېږي نو پلرونه او مېندې بايد د خلکو خبرو ته وونه ګوري بلکې په خلکو اولادونو زده کړې وکړي. يوازې په زدکړه او پوهنه سره موږ کولاى شي په هېواد کې سوله راولو. که څه هم بهرنيان به په دې لاره کې زمونږ مرسته کوي خو که موږ ونه غواړو هغوى راته سوله نه شي راوستلاى

تر دې وړاندې هم په کندهار کې د سولې په اړه بېلابېلې غونډې جوړې شوې وې خو دا لومړى ځل دى چې د ښوونځيو نجونې د يوې غونډې پر مهال د سولې غوښتنه کوي.
XS
SM
MD
LG