د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوز دیر کې د ۳۰ وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې


د پښتونخوا په کوز دیر کې یوه جګپوړي پوځي چارواکي مشال ریډيو ته ویلي، په تېرو دوه ورځو کې د پاکستان افغانستان پولې سره نږدي د وسله والو سره په نښتو کې په خرکۍ کنډواو نورو سرحدي سیمو کې ۳۰ وسله وال وژل شوي دي.

د پوځي چارواکي په خبره پوځ ته پکې د سر تاوان نه دی رسېدلی. او ويلي یې دي په بر دیر ، کوز دیر او چترال کې د پاکستان افغانستان پولې سره نږدې د پاکستان پوځ په دغه سرحدي سیمو کې ځان لپاره مورچې جوړوي. چې وسله وال په دوي ډزې کوي او د دوی تر مینځ وخت په وخت نښتې مخې ته راځي.

په بره دیر نصرت دره کې یوه هفته وړاندې وسله والو د مالاکنډ ډيویژن د پوځي عملیاتو مشر میجر جنرل جاوېد اقبال باندې هغه وخت ډزې کړې وې کله چې نوموړي د دغه سیمې فضایی جاج اخیستلو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG