د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي زیاتېدونکي فشار په مینځ کې ټول ګوندیزه غونډه کېږي


د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دې ملک د وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني په بلنه د ټولو ګوندونو یوه ګډه غونډه روانه ده.

وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني په خپله پرانستونکې وینا کې وویل ، په اوسنیو حالاتو کې د ټولو ګوندونو لومړیتوب د پاکستان سلامتي ده.

دی وايي،ً د قومي سلامتي ساتل د دوی لومړیتوب دی. په دې لړ کې د اتحاد او اتفاق رامنځ ته کول او یوه قومي تګلاره جوړول ډېره ضروري ده. زما دا خواست دی چې د خپلو سیاسي اختلافاتو په یو اړخ ته کولو سره موږ نن خپله ټوله توجه ملک ته د ورپېښو چېلنجونو ته واړوو. چې ټول قوم او بهرنۍ نړۍ وویني چې موږ د قومي سلامتي په اړه یو یو.

په دې غونډه کې د مخالف ګوند مسلم لیګ نواز ډلې مشر نوازشریف او د طالب پلوي ګوند جمعیت العما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن هم ګډون لري.او د پښتنو له ملتپالو ګوندونو څخه د عوامي نېشنل پارټۍ مشر افندیار ولي خان د پښتونخوا ملي عومي پارټۍ مشر محمودخان اڅکزی او ګن شمېر نور مشران برخه لري.

د رارسېدلو رپوټونو له مخې د جمعیت العما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن روانه غونډه په مینځ کې پرې اېښې او تللی دی.

په بلوچستان کي بلوڅ ملت پال سیاسي ګوندونو دټولوسیاسي ګوندونو له غونډې بایيکاټ اعلان کړی دی. دنیشنل ګوندمشرډاکټرعبدالمالک بلوڅ په کوټه کي په يوه خبري غونډه کي د شلون اعلان وکړ.دیادوني وړ ده چي دبلوڅو يوه بل مشرسرداراخترمینګل لا دمخه په دې کنفرانس کي دنه ګډون اعلان کړی وو.

د پاکستان د پوځ مشرجنرل اشفاق پرویز کیاني او د آی ایس آی مشر جنرل شجاع پاشا هم په غونډه کې برخه لري.

امریکا په پاکستان تور لګوي چې استخباراتي اداره آي ایس آي ېې د حقاني شبکې سره اړيکې لري. د روانې میاشتې په ۱۳م ستمبر په کابل کې د امریکا پر سفارت د وسله والو لخوا د برید ذمه واري امریکا پر حقاني شبکه اچولې او ویلي یې وو په دې برید کې ورسره د آی ایس آی لخوا مرسته شوې وه.

د خیبر پښتونخوا حکومت د دې غونډې هرکلې کړې او یو ښه ګام یی بللې چې وایی باید ملک ته ورپيښې مسلې د خبرو له لارې هوارې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG