د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران د ملي بانک مشر د تورونو په سر استعفا ورکړې


دایران سرکاري خبري اژانس ( ارنا ) خبر ورکوي چې دایران د ملي بانک مشر د درغلیو د تورونو له کبله استعفی ورکړې ده .

راپورونه وايي چې د ایران د اقتصاد وزیر شمس الدین حسیني ، د محمد رضا خاوري استعفی قبوله کړې ده .
ویل کیږي چې ایراني چارواکو د دوه اعشاریه شپږ بیلیون ډالرو د غبن په قضیه کې تراوسه دوه ویشت کسان نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG