د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل دې په بیت المقدس کې کورونه نه جوړوي


د اروپايي ټولنې او امریکا بیرغونه
د اروپايي ټولنې او امریکا بیرغونه
متحده ایالاتو امریکا او اروپايي ټولنې د اسرایلو له خوا په ختیځ بیت المقدس کې د ۱۱۰۰ نویو یهودي میشت ځایونو د جوړولو په پریکړه نیوکې کړي دي.بلخوا چین هم پر اسراییلو غږ کړی چې د کورونو جوړولو فیصله دې بیرته واخلي.

فلسطینې اداره چې ختیځ بیت المقدس د خپل راتلونکې دولت پایتخت بولي وايي ، له دې اوسني ګامه داسې ښکاري ، چې اسرایل د سولې د خبرو اترو په بیا پیلولو کې لیوالتیا نلري.

اسرایلو دا ګام له هغې وروسته واخیست، چې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې له خپله لوري د یوه خپلواکه دولت غوښتنه وړاندې کړه.

نړیوالو قوتونو له دې سره سم پر دواړو خواو غږ وکړ، چې د سولې خبرې اترې بیا پیل کړي.

اروپايي ټولنې له اسرایلو غوښتي چې د نویو مشیت ځایونو د جوړولو په اړه خپله پریکړه بیرته واخلي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هلري کلینټن بیا ویلي، چې د اسرایلو دا ګام به منفي نتایج ولري.

نوموړې وايي، موږ باور لرو چې د اسراییلي حکومت لخوا په ختیځ بیت المقدس کې د نویو کورونو جوړولو منظوري ورکول زموږ هغه هڅې زیانمنې کړي چې د دواړو خواو ترمنځ د سولې خبرو بیا پیلولو لپاره یې کوو

دا په داسې حال کې ده چې فلسطینیان د سولې د خبرو اترو لپاره په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د یهودي میشت ځایونو د جوړولو بندول اساسي شرط بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG