د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یوکراین پخوانۍ وزیراعظمې عدالتي کاروايي روانه ده



د یوکراین په سرښار کیف کې د پخوانۍ وزیراعظمې یولیا تیموشینکو پر وړاندې روانه عدالتي کاروايي کې پرون د نهې په ورځ څارنوالو هغې ته د اوو کلونو د بند غوښتنه کوله.

یولیا تماشینکا چې د یوکراین د حکومت له مهمو مخالفو څیرو څخه ده، چې د روان میلادی کال د جون له میاشتې راهیسې ورباندې عدالتي کاروايي روانه ده.

هغه په دوه زره نهم میلادي کال کې له روسیې سره د ګېس د یوه تړون په برخه کې له سیاسي قدرته په ګټې اخیستنې تورنه ده.

که چرته میرمن تموشینکا ګرمه وګرځول شي، نو ممکنه ده، چې په لس کاله بند سزا شي.

څارنوالان وايي د تیموشینکا په لاسلیک سره دا تړون د دې سبب شو، چې یوکراین له روسیې څخه په ډیره لوړه بیه ګېس واخلي.

یولیا تیموشینکا دا ادعا ردوي او وايي، د خپلو سیاسي سیالانو له خوا په غیر عادلانه توګه تر مقدمې لاندې راوستل شوېده.

اروپايي اتحاديي او متحد ایالاتو په یوکراین کې د سیاسي مقدمې پر ضد خبرداری ورکړی او غوښتنه یې کړې، چې پر میرمن یولیا تماشینکو له لګولو شویو تورونو تیر شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG