د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور په متنو کې د ورنکارو خلاف عملیات پیل شو


دپښتونخوا امنیتي ځواکونو په ادیزو او متنو سیمو کې د وران کارو خلاف عملیات پیل کړي.

ځايي چارواکي انګیري چې دپاکستان د نیمه قبایلی سیمو نه وران کاري د بد امنۍ د خورولو لپاره ښاري سیمو ته داخلیږي.

په سیمه کې د مشال خبریال وايي تراوسه دا خبره په ډاګه شوې نه ده چې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال څومره وران کاري نیولي دي.

بلخوا دپېښور د خزانې پولیس سټیشن پر یو ګاډی نن سهار د ناڅرګندو وسله والو لخوا ډزې شوې چې پکې یو پولیس والا وژل شوی او درې نور ژوبل دي.

تراوسه چا د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې او نه هم د بریدکونکو پیژندګلوي شوې ده ، بل پلو

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG