د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هېلمند کې اته افغان سربازان ووژل شول


د هېلمند په ګريشک ولسوالۍ کې د دولت د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد كې اته تنه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د امينه قوماندانۍ د ګډې قرارګاه مرستيال سمونوال اسماعيل خان هوتك وويل چې دغه امنيتي پوسته د مركز لښكرګاه او كندهار تر منځ د نښلوونكي ٦٠١ نمبر سړك تر غاړې وه، چې د دولت د مخالفينو لخوا پرې حمله شوې او جګړې شاو خوا ۱۵ دقيقې دوام كړى چې په ترڅ كې يې اته پوليس وژل شوي، درې ټپيان دي او د بريد كونكو له ډلې هم د يوه تن جسد په سميه كې پاته شوى دى.

د هوتك په خبره چې يو پوليس لادركه دى او پاته نورو تر اخره مقاومت كړى خولادركه پوليس داسې ښكاري چې د دولت له مخالفينو سره يې اړيكې درلودلې خو په دې اړه به پلټنې كوي.

سرچينه وايي چې په وژل شويو پوليسو كې يو قوماندان لومړى څارن تيمورشاه هم شامل دى .

له دې پيښې څخه شاخوا ۱۶ ساعته وړاندې هم په لښكرګاه ښار كې د يوه موټرپه وسيله په شوي ځان وژونكي بريد كې د چارواكو په وينا ۲۸ ملكي وګړو او دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښته.

بل پلو په هم دې ورځ په هلمند کی دیوه ځانمرګی برید له امله له شپاړسو نه زیات کسان مړه او یاهم ژوبل شول ، دافغانستان خپلواک خبري اژانس پژواک د مرګ ژوبلې شمیره اته ویشت ښايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG