د لاسرسي ځای

پاکستان او ایران د نړۍ ککړ ښارونه لري


سر ښار کوټه هم د نړۍ یو له ککړو هغو څخه ګنل کېږي

سر ښار کوټه هم د نړۍ یو له ککړو هغو څخه ګنل کېږي

د روغتيا نړيوالي ادارې په نړۍ کي د هوا د ککړتيا په اړه يو سروې کړې چي له مخي يې ايران او پاکستان د هوا د ککړتيا په لړ کي تر ټولو خطرناکه هيوادونه ګرځول شوي دي. بلخوا امريکا او کاناډا په دې لړ کي تر ټولو محفوظه هيوادونه نومول شوي دي.

د روغتيا نړيوالي ادارې په نړۍ کي د هوا د ککړتيا په اړه په څه باندي يوولس ښارونو کي سروې تر سره کړې او په هوا کي يې د پيدا کېدونکو هغو ذراتو جاج اخستی چي کچه يې تر لس مايکرو ميټره ټيټه وي. د سروې له مخي په نړۍ کي د هوا د ککړتيا له کبله هر کال څه باندي ديارلس لکه ماشومان تر زېږېدو وړاندي د مور په نس کي مري.

د روغتيا د نړيوالي ادارې له سروې سره سم د ايران اهواز ښار د نړۍ تر ټولو ککړ ښار ګرځول شوی دی چي په هوا کي پيدا کېدونکي تر لس مايکرو ميټره د ټيټو ذراتو کچه تر ټولو پکي زياته ده. تر دې وروسته د پاکستان د کوټي ښار په نړۍ کي د هوا د ککړتيا په لړ کي تر ټولو خطرناک ګرځول شوی دی.

د روغتيا د نړيوالي ادارې د سروې له مخي د نړۍ په ککړو ښارونو کي يا خو کارخانې ډيري جوړيږي او يا د ټرانسپورټ په برخه کي د ټيټي درجې پټرول يا د سونګ مواد استعماليږي. په دې برخه کي د هندوستان د کانپور ښار او د منګوليا پلازمېنه اولن باټور هم د ککړتيا په لړ کي خطرناکه ښارونه ګرځول شوي دي.

د څېړني له مخي، په کومو ښرونو کي چي هوا ککړه وي هلته د تنفس يا سا اخستلو ناروغۍ ډيري زياتي وي چي لامل يې له کارخانو او ګاډو څخه د داسي لوګی خارجېدل دي چي په هغه کي سلفر ډای آکسايډ او نايټروجن ډای آکسايډ زيات وي.

د روغتيا د نړيوالي ادارې د څېړني له مخي د امريکا او کاناډا ښارونه د هوا د ککړتيا په لړ کي تر ټولو محفوظه ګرځول شوي دي چي لامل يې په دې ښارونو کي د خلکو کمه آبادي، ښه موسم او پر ککړتيا سخت کنټرول دی.
XS
SM
MD
LG