د لاسرسي ځای

امریکا په هرات کې د واده پر ګاډي چاودنه وغندله


دامریکا متحده ایالتونو دافغانستان د هرات ولایت په شین ډنډ ولسوالۍ کې د ولسي کسانو پر موټر شوې چاودنه غندلې ده . داپېښه چې دنهې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوه دمیرمنو او ماشومانو په ګډون پکې ۱۶ کسان ووژل شول او ۴ کسان نور ژوبل شول.

دهرات د والي ویاند محي الدین نوري وايي دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د واده د ورا (جنج) یو موټر پر ښخ شوي ماین وربرابر شو ، په نوموړي ولایت کې دا لومړۍ پېښه نه ده ، بلکه تر دې مخکې هم دغه ډول پېښې رامنځ ته شوي دي.

بل پلو نن د شورو ورځ د هلمند په ګريشک ولسوالۍ کې د دولت د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد كې اته تنه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د امينه قوماندانۍ د ګډې قرارګاه مرستيال سمونوال اسماعيل خان هوتك وويل چې دغه امنيتي پوسته د مركز لښكرګاه او كندهار تر منځ د نښلوونكي ٦٠١ نمبر سړك تر غاړې وه، چې د دولت د مخالفينو لخوا پرې حمله شوې او جګړې شاو خوا ۱۵ دقيقې دوام كړى چې په ترڅ كې يې اته پوليس وژل شوي، درې ټپيان دي او د بريد كونكو له ډلې هم د يوه تن مړی په سميه كې پاته شوى دى.

د هوتك په خبره چې يو پوليس تري تم دى او پاته نورو تر وروستی سلګۍ له دښمنانو سره ډغره ووهله .د ورک شوي پوليس په اړه ویل کېږی چې د دولت له مخالفينو سره يې اړيكې درلودلې خو په دې اړه به پلټنې كوي.

سرچينې وايي چې په وژل شويو پوليسو كې يو قوماندان لومړى څارن تيمورشاه هم شامل دى .

له دې پيښې څخه شاخوا ۱۶ ساعته وړاندې پرون د نهې ورځ د هلمند هم په لښكرګاه ښار كې د يوه موټر په وسيله په شوي ځان وژونكي بريد كې د افغان چارواكو په وينا ۲۸ ملكي وګړو او دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښته.
XS
SM
MD
LG