د لاسرسي ځای

په هلمند کې ځانمرګي برید پنځه تنه وژل ۲۰ ژوبل


د افغانستان په هلمند ولايت کې د امنيه قومندانۍ په وړاندې ځانمرګی بريد شوی چې په کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او شل نور ژوبل دي.

د مشال ريډيو خبر يال وايي بريد نن سهار (شورو ورځ) د يوه نانوايي د تناره مخې ته شوی دی ، چې زياتره د شخصی کمپنیو پوليس د ډوډۍ اخیستو لپاره ورځي.

که څه هم ذ بريد پړه تر دي دمه چا پر غاړه نه ده اخستي خو ددغه ډول بریدونو مسولیت تل وسله وال طالبان په غاړه اخلي،

د يادوني وړه چې همدغه ځای کې دوه مياشتې وړاندې يو ځانمرګی بريد شوی وو چې په کې د پوليسو په ګډون لس کسان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG