د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي په پاکستان کې اډې نلرو،خو امریکا یې دویشتلو غږ کړی


طالبانو دا دعوې رد کړي چې دوی او د دوی هیڅ اتحادي ملګری له پاکستاني حکومت سره اړيکې دي.

دغه اورپکې ډلې نن په په خپل یو خپاره کړي بیان کې ويلي چې په پاکستان کې مرکزونه نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي په پاکستان کې د اورپکو پټنخایونه د امریکا او پاکستان دواړو لپاره یو خطرناکه نتیجه لرلای شي . نو ځکه موږ د دوی پر ضد عملیات لیدل غواړو.
.

دغه بیان په انګرېزۍ ژبه کې د افغانستان اسلامي امارت چې طالبان خپل ځان په دې نامه بولي ، د جهاد ږغ ویب پاڼه کې راغلی دی.

طالبانو د امریکا دا تورونه هم رد کړي ګني د د دوی د مهمې ملګري ډلې حقاني شبکې د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آي سره تعلقات دي. بیانییه وايي د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني د طالب مشرتابه یو مهم غړی دی.

د امریکا ګډو ځواکونو مشر ایډمرل مایک ملن په دا ورستیو کې د پاکستان په استخباراتي ادارې تورونه لګولې وو چې د حقاني شبکې مرسته کوي.

امریکا پر امریکا حقاني شبکې تور پورې کړی چې په کابل کې د روانې میاشتې په ۱۳مه نېټه برید دوی کړی . چې پکې ۱۴ کسان وژل شوي وو.

بلخوا د ګل په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر د اورپکو د پټن ځاینو خلاف د کاروایي کولو غږ کړی دی

دی زیاتوي،په دې اړه زموږ دریځ څرګند دی. موږ باور لرو چې دغه ډول پټن ځایونه سخت مشکلات پیدا کوي او په رښتیا هم د زیاتې اندیښنې وړ دي او دا د امریکا او پاکستان دواړو لپاره یو خطرناکه نتیجه لرلای شي . نو ځکه موږ د دوی پر ضد عملیات لیدل غواړو. ”

مارک ټونر دا هم ویل چې امریکا په دې غور کوي حقاني شبکه د تره ګرو ډلو په فهرست کې شامله کړي.
XS
SM
MD
LG