د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي له پاکستان سره هیڅ اړیکي نلرو


طالبانو دا دعوې رد کړي چې دوی او د دوی هیڅ اتحادي ملګری له پاکستاني حکومت سره اړيکې دي.

دغه اورپکې ډلې نن په په خپل یو خپاره کړي بیان کې ويلي چې په پاکستان کې مرکزونه نه لري.

دغه بیان په انګرېزۍ ژبه کې د افغانستان اسلامي امارت چې طالبان خپل ځان په دې نامه بولي ، د جهاد ږغ ویب پاڼه کې راغلی دی.

طالبانو د امریکا دا تورونه هم رد کړي ګني د د دوی د مهمې ملګري ډلې حقاني شبکې د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آي سره تعلقات دي. بیانییه وايي د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني د طالب مشرتابه یو مهم غړی دی.

د امریکا ګډو ځواکونو مشر ایډمرل مایک ملن په دا ورستیو کې د پاکستان په استخباراتي ادارې تورونه لګولې وو چې د حقاني شبکې مرسته کوي.

امریکا پر امریکا حقاني شبکې تور پورې کړی چې په کابل کې د روانې میاشتې په ۱۳مه نېټه برید دوی کړی . چې پکې ۱۴ کسان وژل شوي وو.

بلخوا د ګل په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر د اورپکو د پټن ځاینو خلاف د کاروایي کولو غږ کړی دی
دی زیاتوي،
په دې اړه زموږ دریځ څرګند دی. موږ باور لرو چې دغه ډول پټن ځایونه سخت مشکلات پیدا کوي او په رښتیا هم د زیاتې اندیښنې وړ دي او دا د امریکا او پاکستان دواړو لپاره یو خطرناکه نتیجه لرلای شي . نو ځکه موږ د دوی پر ضد عملیات لیدل غواړو.

مارک ټونر دا هم ویل چې امریکا په دې غور کوي حقاني شبکه د تره ګرو ډلو په فهرست کې شامله کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG