د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب:د بس په پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۳۷ تنه مړه


په پېښه کې د وژل شویو ماشومانو خپلوان ویر او ژړاګانې کوي.
په پېښه کې د وژل شویو ماشومانو خپلوان ویر او ژړاګانې کوي.
د پاکستان د پنجاب صوبي په چکوال ضلع کې د يو سکول بس د اوښتو په پيښه کې د زده کونکو او استاذانو په ګډون شا وخوا ۳۷ کسان وژل شوي او ۵۶ ژوبل دي.
د کلرکهار سیمه کې د بس پېښه کې ګڼو ته مرګ ژوبله اوښتې.۲۷ سپټمبر ۲۰۱۱م کال

د فيصل اباد ډي او سي نسيم صادق د پاکستان له يو نجي ټيلیويژن سره په خبرو کې ويلي د سکول يو بس پرون د ګل ورځ ناوخته د کلر کهار سیمې څخه بیرته فيصل اباد ته په لاره وو چې بريک يې کار پرېښود او واوښتو.

په بس کې د طالب علمانو ، استاذانو او موټر چلونکو په ګډون څه باندي سل کسان سواره وو ، حادثه د زياتو سوارلو او تيز رفتارۍ لوجي رامخي ته شوي ده. د مړه شوو طالب علمانو په غم کې نن په ټول فصل اباد کې د ویر لمانځلو اعلان شوي، تعليمي ادارې او دفترونه بند دي.

پاکستان د نړۍ یو له هغه هيوادونو څخه دی چې د خرابو سړکونو،او په بې پامۍ سره دګاډو چلولو له وجې تر ټولو زيات د ټريفک پيښې رامنځ ته کېږي.
XS
SM
MD
LG