د لاسرسي ځای

تازه خبر

حقاني ډله هغه ټول کړه وړه لري چې ترهګره وګرځول شي


د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني
د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني

په ټايمز مجله کې ليکواله ارين بيکر په خپله يوه مقاله کې ليکې د رواني مياشتې په ديارلسمه نيټه په کابل کې د امريکا په سفارتخانه د بريد وروستو د امريکا د ګډو پوځونو مشر ايډميرل مايک مولن تو ر ولګولو چې دا بر يد وسله والي حقاني ډلي ترسره کړي دي او دا ډله د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ايس آی اله کار ده.

د کورنو چارو پخوانی وزيرحنيف اتمر وايي د هغه په فکر دا خبره په ډاګه ده چې افغاني طالبان د آی ايس آی او د القاعده په مرسته د افغانستان سياسي مشران ، حکومتي ځايونه په نښه کوي او په افغانستان کې په بهرنیو ځواکونو باندي ناتاره بريدونه کوي.

مولن تور ولګو چې د پاکستان آی ايس آی د نورو وسله والو ډلو له لارې په افغانستان کې پراکسي وار يا د پردې شاته جګړه کوي او په تيرو څو کلونو کې يي په ناټو او امريکايي پوځونو باندې په بريدونو کې د اورپکو ډلو مرسته کړې.

مقاله ليکونکې زياتوي څو ورځي وړاندي هغې ته د افغانستان د کورنو چارو پخواني وزير حنيف اتمر ويلي وو ، د هغه په فکر دا خبره په ډاګه ده چې افغاني طالبان د آی ايس آی او د القاعده په مرسته د افغانستان سياسي مشران ، حکومتي ځايونه په نښه کوي او په افغانستان کې په بهرنیو ځواکونو باندي ناتاره بريدونه کوي.

خو نوموړي پوښتنه کوي هغه په دی نه دی پوه چې امريکا د دې د مخنيوي لپاره ولي څه نه کوي او ولي پاکستان ته مرستي نه بنده وي ، ډرون او چاپه مار کاروايانې ولي نه کوي ؟ که اسامه بن لادن د پاکستان دننه وژل کېدای شي نو هغه تره ګر ولي نه شي وژل کېدای چې بي ګناه افغانان او بهرني پوځيان وژني .

مقاله کې وړاند ې راغلي دي د مايک مولن ورستو اوس د امريکا نورو چارواکو هم پوښتنې راپورته کړي دي، همدارنګ د سينټ د استخباراتو د کميټۍ مشرې ډيني فينسټين تيره ورځ د بهرنو چارو وزارت ته خواست وکړو چې حقاني ډله دي د نړيوالو تره ګرو ډلو په لسټ کې واچول شي.

نوموړي زياته کړه چې حقاني ډله هغه ټول کړه وړه لري چې په يو نړيوال تره ګر ډله کې موجود وي ، دا ډله په افغانستان کې امريکايي اهداف په نښه کوي او د امريکا ، افغان او د دوی د ملګرو هيوادونو ګټې له خطرونو سره مخامخوي.

مقاله ليکونکې زياتوي که چرې حقاني ډله د نړيوال تره ګر تنظيمونو په لسټ کې واچول شي نو دې سره به کېدای شي پاکستان هم په هغه هيوادونو کې راشي چې د تره ګرو ملاتړ کوي او همدارنګ دي سره بيا پاکستان د ممکنه اغيزو سره مخامخ کېدای شي ا و هم دې سره به ډير هغه خلک خوشحاله شي چې د پاکستان د دوه مخيزې لوبې نه ماړه شوي دي.

خو مقاله ليکونکې زياتوي چې له دې سره به مسله حل نه شي اودارنګ په دې سره به د افغانستان په اړه د پاکستان په رويه کې بدلون را نه شي ځکه چې پاکستانی ولس او پوځي مشر تابه په دې عقيده دي چې هند پاکستان ختمول غواړي نو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير مسله هواره کړل شي ځکه چې ترڅو د کشمير مسله وي نو ترهغې به پاکستان په افغانستان کې خپله غلبه ساتي.

ليکوا ل زياتوي که چېري امريکا تر ۲۰۱۴ ز کال پوري له افغانستانه په بشپړه توګه وځي نو بيا د غلته کې خانه جنګي شورو کېدای شي او د تير وخت په پرتله به دا وار زياته وي ، ځکه چې ا وس د اورپکو لاسو ته درنه وسله تللي ده ، مقاله ليکونکې زياتوي چین او روس هم نه غواړي چې په ګاونډ کې يي امريکا د اوږده وخت لپاره پاتې شي ، هغوي به د خپل اثر قايمولو لپاره هم هڅه کوي.

مقاله ليکونکې په اخره کې په فغانستان کې د برتانيیا د سفير شيراډ کوپر کول له خولې ليکې تر هغې په افغانستان کې امنيت نه شي راتلي تر څو چې د افغانستان ګاونډي هيوادونه نه وي راټول شوي او د افغانستان د مسلي يو ګډ حل يي نه وتلاش کړي..
XS
SM
MD
LG