د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د سولې نړيواله ورځ ولمانځل شوه


په جلال اباد کې د سولې نړيواله ورځ ولمانځل شوه
په جلال اباد کې د سولې نړيواله ورځ ولمانځل شوه


بازمحمد عابد جلال اباد

په جلال اباد کې د سولې نړيواله ورځ د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت د يو لړ مراسيمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.په دې غونډه کې چې په لسګونو نارينه او ښځينه ځوانانو په کې ګډون کړى و ځينو دولتي چارواکو په کې د سولې په اهميت ويناوې واورولې.

د غونډې پيل د ښوونځي نجونو د د سولې له ترانې څخه وکړ چې يوه برخه يې دا رنګې وه:

سوله د قرآن خوښه
سوله د ايمان خوښه
سوله د افغان خوښه
اوښکو ته مې ګوره خدايه ستا مهرباني غواړو
سوله ورورلي غواړو، سوله ورورولي غواړو

دا چې د سولې نړيواله ورځ د يو ويشتم سيتمبر په ځاى ولې په شپږ ويشتم سيتمبر ونمانځل کيږي، دا پوښتنه د ځوانانو د چارو د امريت مشر نور اغا ځواک څه دا رنګې ځوابوي، په پام کې وه چې دغه ورځ دې موږ هم د نورې نړۍ سره يو ځاى په يوويشتم ستيمبر ولمانځو، خو د استاد رباني د مړينې له امله درې ورځې رخصتي اعلان شوه، نو ځکه يې په شپږ ويشتم سيتمبر نمانځو. د دې ورځې د نمانځلو څخه زموږ هدف دا و چې ځوانانو په کې په جګړو مارو ډلو غږ وکړ چې خپل ټول مسايل دې د خبرو اترو له لارې او د تفاهم له لارې حل کړي.٬٬

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ريس اورنګ صميم وويل چې په هيواد کې يې سوله د بهرني قوت په نتيجه کې له ګواښ سره مخ ده:
زما په اند د هيواد سوله د يوې منظمې برنامې پر بنسټ او د يوه بهرني قوت په نتيجه کې ګواښل شوې ده. په داسې حالاتو کې زموږ د علماوو، دانشمندانو، فرهګيانو، ژورنالستانو مدني ټولنو، چارواکو او په مجموعو کې ټولو افغانانو هم فردي او هم اجتماعي مسووليت جوړيږي چې د سولې د راوستو د پيغام د بدرګې له پاره جدي کار وکړو٬٬

د ننګرهار ولايت اداري ريس قريب الرحمن هجرت د افغان دولت په مخالفينو غږ وکړ چې خپلې غوښتنې دې د خبرو له لارې مطرح کړي، زه هم په خپل وار د ولايت دمقام د استازي په توګه له هغو مرورو ورونو څخه چې له دولت څخه په شکل د اشکالو مرور دي، چې کومې غوښتنې دوي لري، او په موږ يې مني غږ کوم چې د جنګ له لارې نه د سولې له لارې يې لاسته راوړلي شي. ٬٬

د غونډې په پاى کې يوه مشاعره وشوه چې ځوانانو په کې د سولې له پاره شعرونه وويل چې څه يې په دا ډول وو:

جنګ ماده مچ دى مچ د ورځې سل بچي زيږوي
جنګ هلاکت دى، تباهي ده بريادي زيږوي
مونږه جنګ نه غواړو خو جنګ په موم راوتپل شي
د پلار نيکه د شملې ننګ په موږ راوتپل شي

سوله ژوند دى هم ارزو د ملتونو
سوله فخر د هيواد او د قومونو
سوله نښه ده د يو والي په نړۍ کې
سوله سوله ښه لګيږي په غوږونو

د ياده دې وي چې د سولې نړيواله ورځ د ملګرو ملتونو له اړخه په ١٩٨١ کال منظوره شوه او په ١٩٨٢ د سيتمبر په ٢١ نيټه په رسمي توګه ونمانځل شوه چې تر دې دمه په ټوله نړۍ د سيتمبر په ٢١ نيته نمانځل کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG