د لاسرسي ځای

تازه خبر

په طرابلس کې ډله ییز قبر میندل شوی


په لیبیا کې د عبوري قامي شورا چارواکي وايي د پلازمېنې طرابلس په جنوبي برخه کې د ابو سلیم له زندان سره په یوه ډله یز قبر کې له ۱۲۰۰ زیات مړي میندل شوي دي.

د عبوري قامي شورا پوځي ویاند خالد الشریف ویلي په ۱۹۹۶ز کال کې، په ابو سلیم زندان کې، تر بلوې وروسته امر ورکړل شوی وو چې ټول زندانیان دې ووژل شي: ((تر هغې وروسته، امر ورکړل شوی وو چې هغه بې وسلې زندانیان دې ټول ووژل شي. لکه تاسې ته چې مالومه ده، او لکه تاسې د هغې عام وژنې له ژغورل شویو هم کیسې اورېدلې دي، هغوی ته امر وشو چې له خپلو کوټو د زندان انګړ ته د ډلو په شکل کې راشي او بیا د زندان ساتونکو پر دې کسانو په داسې حال کې ډزې وکړې چې په لاسو کې یې اتکړۍ وې او سترګې یې تړل شوې وې.))

په ابو سلیم زندان کې د معمر قذافي د رژیم مخالفین ساتل کېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG