د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د امریکايي قومیت سزا راکړل شوې


هغه دوو امریکايي وګړو چې په ایران کې د جاسوسۍ په تور څه باندې دوه کاله په بند کې تېر کړي د ایران پر اسلامي جمهوریت تور پورې کړی دی چې دوی یې د ناسمو کړنو له کبله نه بلکې د امریکايي قومیت له کبله بندیان کړي وو.

د دواړو امریکایانو د ګډ بیان د لوستلو پر مهال شېن بویر خپله خبره داسې تشریح کړه: ((موږ نه یو خبر چې له پولې ور اووښتي وو او که نه. موږ ښايي هیڅ نه وای خبر شوي. خو که موږ ایران ته داخل شوي هم وو نو دا هغه وجه نه وه چې ایرانیو چارواکو موږ تر اوږدې مودې په زندان کې وساتلو. د دې قید یواځېنۍ توضیح له ۳۲ کالونو راهیسې د ایران و امریکا تر منځ دښمني ده.))

دا کسان وايي کله چې دوی په زندان کې وو نو د نورو زندانیانو چغې یې اورېدې. دواړه امریکایان ۲۹ کالن دي او د تېرې چار شنبې په ورځ د اومان په مرسته د ۱ میلیون امریکايي ډالرو په ضمانت خوشې کړل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG