د لاسرسي ځای

تازه خبر

که پاکستان پر افغانستان ډزې بندې نکړې نو ورته ځواب به وویني


د کونړ سیمه چې د توپ د ګولې لوخړې ترې پورته کېږي
د کونړ سیمه چې د توپ د ګولې لوخړې ترې پورته کېږي
د افغانستان د دفاع وزارت په يوه خپره شوې بيانيه کې پاکستان تورن کړی چې د سیپټېمبرله ۲۱مې راهیسې یې د افغانستان پرخاوره له درې سوه څخه زیات توغندي او د توپو ګولۍ ویشتې دي.

د دفاع وزارت وايي ، په دغو بریدونو کې یو شمیر ملکي وګړي وژل شوي، ډیرکورونه او جوماتونه وران شوي او لسګونه کورنۍ دې ته اړشوې چې خپل کورونه پرېږدي.

د دفاع وزارت خبرداری ورکړ که دغه بریدونه بند نه شول، نوافغانستان هم په ځوابي کاروايي لاس پورې کولای شي.

د کونړوالي فیض الله وحیدي ادعا کړې چې له تیرې چهارشنبې راهیسې د دې صوبي په دانګام ولسوالۍ له پنځو سوو زیات توغندي او د توپو ګولۍ لګیدلي چې شپږ کورونه، دوه جوماتونه یې وران کړي او ترسلو زیات اوسیدونکي یې د خپلو کورونو پریښودو مجبوره کړي دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې ځواکونو یې له افغان وسله والو سره په نښتو کې ښکیل وو،چې د تیر خالي تر ورځې یې دوام وکړ، خودا یې ردکړې چې سلګونه د توپو ګولۍ او راکټونه یې د افغانستان پرخاورې ویشتلې دي.
XS
SM
MD
LG