د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکایان ، حقاني شبکه تر ټولو خطرناکه بولي


سراج الدین حقاني ،د اورپکې حقانې ډلې مشر
سراج الدین حقاني ،د اورپکې حقانې ډلې مشر
په نیو یارک ټایمز ورځپاڼه کې لیکل شوي دا وخت ډېری امریکایی پوځي او استخباراتي چارواکي حقاني شبکه په افغانستان کې تر ټولو خطرناکه ډله ګڼي.

په ورستیو کې په کابل کې د امریکا په سفارتخانې برید په اړه د امریکا د ګډو ځواکونو مشر ایډمرل مایم ملن د تېر زیارت په ورځ ويلي وو د پاکستان اسخباراتي ادارې آي ایس آي په دې برید کې د دې ډلې مرسته کړې.

ورځپاڼه ليکي د دوه امریکایی چارواکو په خبره د دې حملې نه وړاندې برید کونکو د آي ایس آي مشکوک کسانو ته ټيلي فونونه کړې وو. خو بیا د پاکستان لوړ پوړي چارواکي دا تورونه ردوي .

ورځپاڼه زیاتوي امریکا چې د حقاني شبکې نه بدل اخیستل غواړي او دا وخت په اوباما اتنظامېه کې پر دې بحث تود دې چې څنګه دا ډله کمزورې کړي ، داسې باور وده مومي چې کیداې شي اوس هم وخت تېر وي.

ورځپاڼه ليکي امریکایی پوځي چارواکي په دې غوسه دي چې داوباما انتظامېې ولې تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تره ګرو په لسټ کې د دغه ډلې نوم نه دی شامل کړی. د دې ویرې له کبله چې ګيني داسې څه کولو سره به د افغان حکومت سره د دې ډلې د سولې امکان له مینځه لاړ شي.

د ورځپاڼې په خبره په ورستیو کې د حقانې شبکې مشرانو داسې اشارې ورکړي چې ګيني خبرو اترو ته تیار دي خو په دې کې به د دوی خپل شرطونه وي. ځيني امریکایی استخباراتي چارواکي دا فکر لري چې په روانه میاشت کې د کابل په سفارتخانې برید د دې ډلې له طرفه یو واضحه پیغام ورکوي چې ګيني د روغې جوړې نه دغه ډله لری نه شي پاتې کېدې.

د ورځپاڼې په خبره دغه ډله د یوې منظمه ملېشې په توګه کار کوي چې په مهمو ودانیو او هدفونو بیا بیا بریدونه کوي. او غواړي چې دا ډول ورته په راتلونکي سیاسي جوړجاړي کې لویه ونډه ورکړل شي.

نیو یارک ټایمز ليکي تېره میاشت د افغانستان اسخباراتو په ۲۸م جون په کابل کې په انټرکانټيننټل هوټل د برید په وخت ریکارډ شوې ټيلي فوني خبرې څرګند کړې وې. چې دا ښايي په پاکستان کې د حقاني شبکې مشران بریدکونکو ته د برید په وخت هدایت ورکوي.

د ورځپاڼې په خبره په دې حمله کې په لسګونو کسان وژل شوي وو چې د امریکایی چارواکو په خبره په دې کې هم دې ډلې سره آي ایس آي مرسته کړې وه
ورځپاڼه ليکي د کلونو راهیسې امریکایی چارواکي له پاکستانه غواړي په شمالي وزیرستان کې میشت د دې ډلې پر ضد کاروایي وکړي.

خو پاکستان وایی چې پوځ له اول نه په قبایلي سیمو کې عملیات کوي او دا وخت د دې ډلې پر ضد عملیات کولو ته تیار نه دي. د دې په نتیجه کې د سي آی اې له طرفه په قبایلي سیمو کې د ډرون بریونه کيږي چې د امریکایی چارواکو په خبره پکې دوی ته یواځې محدوده کامیابي تر لاسه شوې.

ورځپاڼه ليکي څو کلونو مخکې د حقاني شبکې جنګیالي د سي آی اې د میزایلو هدفونه نه وو. جلال الدین حقاني د خپل دښمن شوروي اتحاد پر ضد د امریکا سره موقتي ملګرې شوې و. ورځپاڼه زیاتوي په افغانستان کې داسې ډېر فکر کوي چې که چېرې د حقاني کورنۍ په هیواد کې په واک کې راشي نو سخت اسلامي اصول به نافذوي.

ورځپاڼه ليکي په واشنګټن کې ډېر کم خلک دا فکر کوي چې د پاکستان لخوا د دې ډلې مرسته کمه شوې. امریکایی چارواکي چې څه وخت کې مخکې په دې فکر وو چې ګيني د پاکستان رویه به بدله کړي اوس یې دا منلې چې تر څو پاکستان د هند پوځ د ځان لپآره خطر ګڼي ، تر هغه به په اورپکو ډلو لکه حقاني شبکه ، طالبانو او لشکر طیبه باندې تکیه کوي.
XS
SM
MD
LG