د لاسرسي ځای

کندهار : په ټرافيکي پېښه کې شل تنه مړه او ژوبل


د کندهار سردار مدد خان څلور لاره کې د ټرافیکو ګڼه ګوڼه

د کندهار سردار مدد خان څلور لاره کې د ټرافیکو ګڼه ګوڼه


د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې د دوو موټرانو په ټکر کې اته تنه وژل شوي او دولس نور ژوبل دي.

د کندهار د ټرافيکو مدير محمد الله خان وايي چې ټکر د دامان ولسوالۍ د اخوند صاحب زيات ته څېرمه د مسافرو د يو درې سوه درې او يو پلاينګ کوچ موټرونو تر مېنځ شوى دى.

دى د پېښې لامل د موټر چلوونکيو بې پروايي بولي وي.

” ټرافيکي د يو درې سوه درې او پلاينګ کوج تر مېنځ شوې ده چې اته تنه پکې وژل شوي او دولس نور ژوبل شو دي. دغه پېښه د اخوند صاحب زيات ته څېرمه د دامان ولسوالۍ د شهر سپا اړخ ته شوې ده. “

د يادوونې وړ ده چې په دغه ولسوالۍ کې څه موده وړاندې هم په مسافرو بار یو موټر کندې ته غورځېدلى وو چې پکې پېنځه تنه مړه او شپږ ويشت نور ژوبل شوي وو .
XS
SM
MD
LG