د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولادمیر پوټین په ولسمشریزه ټاکنو کې نوماندېدل ومنل


د روسیې وزیر اعظم ولادمیر پوټین د واکمن ګوند لخوا د ۲۰۱۲م کال په مارچ کې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره نوماندېدل منلي دي.

اوسني ولسمشر دمیتري میدوېدېف پرون شپه دا اعلان د متحدې روسیې د ګوند په کلنۍ غونډه کې وکړ.

وزیر اعظم پوتین,ویلي د ډېسمبر پر څلورمه نېټه د راتلونکو پارلماني انتخاباتو لپاره د واکمن ګوند د انتخاباتي فهرست جوړولو مشري به مېدوېف کوي.او پوتین وویل دی غواړي چې په ۲۰۱۲ م کال راتلونکی وزیر اعظم دې مېدوېدېف وي.

((زه باوري یم چې د متحدې روسیې ګوند به انتخابات وګټي. د ولس په ملاتړ به دمیتري اناتولي ویچ میدوېدېف د دې وړ شي چې نوې، موثره، توانا، تنظیموونکې ډله جوړه کړي او د روسي فېډرېشن د حکومت مشري وکړي)).

پوټین د ګوند غونډې ته وویل میډوېډیف او دی لا پخوا د خپلو راتلونکو کردارونو په اړه سره سلا شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG