په انډونشیا کې چارواکي وايي چې یو ځانمرګي په جاوا نومي منځني ټاپو کې د چرچ مخې ته برید کړی او لږ تر لږه شل تنه یې ټپيان کړي دي.
د پولیس چارواکي وايي، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې ده چې خلک په سولو نومي ښارګوټي کې په اتوار ورځ د عبادت وروسته له چرچه د وتو په حال کې وو.
دا په اڼدونیشیا کې په روان کال کې دویم ځانمرګی برید دی چې د عبادت پر ځایونو تر سره کیږي. په دې هیواد کې له ۲۰۰۰م کاله راهیسې یو شمېر بمي بریدونه شوي دي چې تور یې پر اسلامي اورپکو لګیږي.