د لاسرسي ځای

انډونیشییا :د چرچ مخې ته ځانمرګي برید ۲۰ تنه ژوبل کړي


په انډونشیا کې چارواکي وايي چې یو ځانمرګي په جاوا نومي منځني ټاپو کې د چرچ مخې ته برید کړی او لږ تر لږه شل تنه یې ټپيان کړي دي.

د پولیس چارواکي وايي، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې ده چې خلک په سولو نومي ښارګوټي کې په اتوار ورځ د عبادت وروسته له چرچه د وتو په حال کې وو.

دا په اڼدونیشیا کې په روان کال کې دویم ځانمرګی برید دی چې د عبادت پر ځایونو تر سره کیږي. په دې هیواد کې له ۲۰۰۰م کاله راهیسې یو شمېر بمي بریدونه شوي دي چې تور یې پر اسلامي اورپکو لګیږي.
XS
SM
MD
LG