د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوز دیر :په امنیتي چوکۍ برید،د امن لښکر غړی وژل شوی


د پاکستان د خیبر پښتونخوا د کوز دیر د خرکۍ په کلي کې وسله والو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی دی چې په کې د امن لښکر یو غړی وژل شوی او یو امنیتي عسکر ټپي شوی دی.

امنیتي سرتېرو په سیمه کې د مشال ریډیو خبریال ته ویلي چې وسله وال له افغاستان څخه ور اوښتي وو او پر پوسته یې برید کړی دی.

امنیتي چارواکو ادعا کړي چې په ځوابي کاروايي کې یې پنځلس اورپکي وژلي دي.

د یوه بل خبر له مخې د نوښار پولیس وايي چې د پاکستانیو طالبانو دوه غړي یې نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG