د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا تګلاره کې ګډوډي ښکاري.لومړی وزیر ګیلاني


د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګېاني
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګېاني
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګېاني ویلي دا د افغانستان په اړه د امریکا په تګلاره کې د ګډوډۍ نښه ده چې دوی وايي د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آي له حقاني شبکې سره مرسته کوي .

یوسف رضا ګېلاني ویلي امریکايي چارواکو پر حقاني اورپکه ډله له فشار څخه د پروفېګنډې وسیله جوړه کړېده.

بل پلو د پاکستان د بهرنیوچارو وزیرې حنا رباني کر امریکا ته خبرداری ورکړی چې دې هېواد ته دې د حقاني شبکې پرضد د پوځي عملیاتو لپاره سرتېري نه استوي.

په نیو یارک کې د پاکستان له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې حنا رباني کر وویل ، که چیري امریکايي ځواکونه د پاکستان خاورې ته ننوځي نو د پاکستان لپاره ټولې دروازې پرانیستي او هر انتخاب یې په مخکې پروت دی.

امریکايي چارواکي وايي، د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره ISI په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو د حملو لپاره له حقاني شبکې څخه کار اخلي.
XS
SM
MD
LG