د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته په حقاني ډله او امریکا کې یو خوښول غواړي


د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني
د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني
د مشال مرکزي خبري څانګه

د امريکا د ګډو پوځونو مشر ايډ ميرل مايک مولن لخوا پر حقاني شبکه د تورونو لګېدو وروستو دغه اورپکې ډله ډيره زیاته په ډاګه شوېده.

نوموړي دا د استخباراتي ادارې اله کار بللې چې دده په خبره د آی ايس آی په مرسته یې په افغانستان کې پر امريکايي هدفونو او په کابل کې د امريکا په سفارتخانه بريدونه ترسره کړي وو.

په دې وروستيو ورځو کې مايک مولن او د امريکا نورو چارواکو پر اسلام آباد تورونه لګولي چي نه يواځي پر پاکستاني خاوره حقاني ډله پالي بلکې څو واري يي په افغانستان کې د امريکا د پوځي او ډپلوماټيکي ماموریتونو پر ضد د خطرناکو بريدونو د ترسره کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړېدی.

بلخوا دې تورونو پاکستان هم راپارولی دي او دتېر خالي په ورځ د پاکستان د بهرنو چارو وزيرې حنا رباني کر په دې اړه له امريکا د ثبوتونو د وړاندې کولو غوښتنه کړې اوخبرداری یې ورکړی که یې چېري په بیا بیا اسلام آباد له سخت دريځو سره په اړيکو تورنولی نو ددې خطر چې امریکا به خپل یوه اتحادي ملګري وبایلي.

وسله والې حقاني ډلې په افغانستان کې شوروي اتحاد پر ضد د جګړي دوران کې په ځینو سختو نښتو کې نوم ګټلی وو او ددې ډلې جوړونکې يو پښتون ملا او افغان جنګ سالار جلالدين حقاني د تېر په شان هغسې تکړه نه دی ،بلکه شاو خوا ۶۰ کلن جلالدين حقاني اوس له غړیو لوېدلی دی او د خپلې ډلې مشري یې خپل زوی سراج الدين حقاني ته سپارلې .

ځوان حقاني چې د خلیفه په نامه یادېږي ، داسې دعوه کېږی چې په افغانستان کې د ناټو او افغان ځواکونو د درې لکه پوځيانو پرضد د پنځلس زره جنګي کسانو مشري کوي.

که څه هم دا شبکه چې رېښه یې له افغانستان څخه ده خو اوس د اسې باور کېږی چې خپل مرکز یې د پاکستان په شمالي وزيرستان کې جوړ کړی چې په افغانستان کې د حقاني له پلرني ټاټوبي څخه په جنوب ختیځ پرته سیمه ده.

د سراج الدين حقاني ډلې تعلق د پولي پورې غاړې ته په افغانستان کې د ځدراڼ قبيلي سره دی، دا يوه لويه پښتون قبيله ده چي په خوست ، پکتيکا او پکتيا ولايتونو کې مېشت ده .

که څه هم حقاني ډله د طالبانو له مشر ملا عمر سره خپله وفاداري ښيي خو يوشمير طالب کمندانان ، افغان او ناټو چارواکي په دې عقيده دي چې حقاني ډله يو ځانګړی جنګېدونکی قوت دی چې له پاکستانیو ، افغانیو ،د مرکزي ايشيا ،عرب القاعدې او نورو وسله والو ډلو سره ایتلاف لري.


په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ يو پخوانی جنرال طلعت مسعود چې له ډېر نژدې څخه حقاني ډله څاري،وايي څنګه دغه ډله د شوروي اتحاد پر وړاندې د امریکا د سي آی اې د یوه غوره چريکي ځواک څخه د واشنګټن د سر سر په لوی دښمن واوښتله.

طلعت مسعود وايي، حقاني ډلې ته د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ايس آی رسايي د اسلام اباد او سپينې ماڼۍ ترمنځ اړيکي اغيزمنوي.

( لومړۍ خبره دا ده چي د پاکستان حکومت فکر کوي چې ګنې دوی په افغانستان کې د حکومت مخالفه ټولو ډلو سره خپلي اړيکې نه شي شلولای ، د دوی خپل لومړيتوبونه دي. خو دې سره سم دوی دا فکر هم کوي که چرې د امريکا پوځ له افغانستانه ووځي نودې ډلو سره به پاکستان خپلې اړيکې نيسي.خو زما په فکر دا ډلي د پاکستان د دې رويې نه ګټه پورته کوي او په ناټو او امريکايي ځواکونو بريدونه کوي او د هغوی غوسې ته بلنه ورکوي.)

د ۷۰مې په لسيزه کې هم د حقاني ډلې او د پاکستان ترمنځه اړيکې وې .

په کابل کې د سيمه ايزو چارو کارپو عبدالرشيد وزيري وايي حقاني ډله لومړي هغه وخت مخي ته راغله کله چي دغه ډلې په ۱۹۷۵ م کال کې د هغه وخت د افغانستان د سیکولر حکومت پرضد پاڅون وکړو. نوموړی زياتوي پاکستان هغه وخت ځکه د حقاني ملاتړ کوو چي افغانستان په پاکستان کې د خپلواکۍ غوښتونکو پښتنو او بلوڅ ډلو مرسته کوله .

وزیري وايي چې حقاني ډلې ته له کلونو راهیسې د پاکستان پوځ د سوغاتونو ،پیسو او وسلو په بڼه کې مرسته ورکوي.او اوس هم د پاکستان په پوځ کې ورته په درنه سترګه کتل کېږي.چې په دې سره دلته په افغانستان کې یې خلک ښه نه بولي.


عبدالرشيد وزيري د سراج الدين حقاني هغه دعوا ردوی چې ګنې د هغه شبکه نور په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې ده او هلته خوندي هم ده.

په افغانستان کې د حقاني ډلې لپاره هیڅ خوندي ځای نشته.یو څوک هغه ته وايي چې ووایه ته له افغانستانه عملیات کوې ،داسې خبرې خو د اسامه بن لادن په اړه هم کېدې چې د افغانستان له کونړ څخه فعالیتونه کوي خو تاس ولیدل چې هغه په پاکستان کې دننه د ایبټ آباد د کاکول د پوځي اکاډمی له غیږې راووت.

بلخوا په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ پخواني بريګېډيېر جنرل سعد محمد وايي پاکستان لره پکار دي چي خپله تګ لاره کې بدلون راولي. او له دغو ډلو سره خپله لاره جلا کړي او دوی ته وايي چې موږ نور له تاسو سره هیڅ سروکار نلرو او په افغاستان کې خپله مسله هواره کړو.

په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ يو پخواني چارواکې طلعت مسعود وايي پاکستان ته له حقاني شبکې سره اړيکې شلول اسان کار نه دی . نوموړی په دې عقيده دی چې حقاني شبکه نه يواځي افغان طالبان بلکې د پاکستاني طالبانو ډلي هم روزي،چې پاکستان په خپلو ولسي وګړو او امنيتي ځواکونو باندي د بريدونو لپاره تورن ګرځوي.

طلعت مسعود وايي، پاکستان ته په حقاني ډله او امریکا کې یوه خوښول غواړي.
XS
SM
MD
LG